کور پانه / ادب / د مجیب الرحمن لوبیز ژوند
Biography of Mujeeb Ur Rahman Zadran wayaand.com
Biography of Mujeeb Ur Rahman Zadran - Afghanistan

د مجیب الرحمن لوبیز ژوند

د افغان لوبډلې ځوان ښي لاسی توپ اچوونکی مجیب الرحمن اوس مهال ۱۸ کاله او ۹ میاشتې عمر لري.

مجیب الرحمن د افغان کرکټ ملي لوبډلې یو تن ارزښت‌ناک غړی دی، مجیب په لومړي ځل د ۲۰۱۷م کال د ډېسېمبر میاشتې په لومړیو کې د افغان ملي لوبډلې لپاره ولوبېد لومړۍ لوبه یې د آېرلنډ پروړاندې وکړه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول چې هغه لوبه کې افغان لوبډلې ستره بریا تر لاسه کړه.

مجیب الرحمن د افغان نولس کلنې لوبډلې غړی پاتې شوی په بنګله دېش کې چې کله افغان لوبډلې بنګله دېش ته د څلورو یو ورځنیو لوبو  سیریز کې ماتې ورکړه په هغه لوبو کې د مجیب الرحمن ستره وڼده وه چې یوه لوبه کې یې ۷ لوبغاړي هم وسوځول، د ۲۰۱۷م کال آسیا جام کې خورا ښه ؤځلېد او ۵ لوبو لوبو کې یې ۲۰ لوبغاړي وسوځول له هغه وروسته یې ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړه، د نولس کلنو ځوانانو د ۲۰۱۸م کال د نړېوال جام یو غوره لوبغاړی هم وو.

په ۲۰۱۸م کال کې په لومړي د کېنګز اېلېون پنجاب لوبډلې لخوا په لوړه بیه واخیستل شو او هلته یې ډېره ښه کارکردګي وکړه، له هغه وروسته د بنګله دېش غوره کې هم ولوبېد. مجیب الرحمن تر اوسه د افغانستان ملي او نولس کلنو، کېنګز اېلېون پنجاب، مېلډل سېکس، برېسبین هیټ، کومېلا ویکټورینز لوبډلو لپاره لوبې کړي. د افغانستان دننه سږ کال د بند امیر ښامارانو لوبډلې سره وو.

په آسټرلیا کې تر ډېره سپېن یا ورو توپ اچوونکي ښه نه لوبېږي خو مجیب الرحمن چې کله د برېس بین هیټ لوبډلې واخیست نو هلته آسټرالیا کې هم ډېر ښه وځلېد، سږ کال د بنګله دېش غوره لیګ کې د کومېلا لوبډلې سره وو چې ډېر ښه ولوبېد او ۱۴ لوبغاړي یې وسۇځول،

مجیب په ۴۰ یو ورځنیو لوبو کې ۶۳ وېکټې لري.

په ۱۶ شل اوریزو لوبو کې ۲۰ وېکټې لري.

مجیب له دې سره ښې وېکټې هم اخلي ډېره ښه اېکانومي یا د منډو د ورکولو اوسط هم لري.

مجیب الرحمن ته د لا ښو بریاوو هیله لرو.

. كاروان

دا هم ولولئ

د بین سټوکس سلېزې راجستان د ممبۍ پرروړاندې بریا ته ورسو

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د ممبۍ اینډینز …