کور پانه / ادب / روغتیا / که دغه څلور عادتونه لرئ ژر تر ژره يې پرېږدئ!

که دغه څلور عادتونه لرئ ژر تر ژره يې پرېږدئ!

پدې لېکنه کې مو هغه عادتونه په اړه مالومات راټول کړي کوم چې د روغتيا د خرابیدو لامل کیږي.

د ځيرک موبایل ډېر کارول

د ټیکس نیک سینډروم په نوم د یوې ناروغۍ په هکله نن سبا ډیرې خبرې کیږي چې له کبله یې تاسو ته په پرله پسې ډول تاوان رسیدلی شي، ځيرک موبایل کارولو پر وخت ډېرى خلک خپله غاړه اورمیګ کوګ ساتو نو له کبله یې په غاړې باندې زور راځي د ډیرې مودې لپاره د دغه کار د ترسره کولو له امله غاړې اورمېګ ته ډېرى ستونزې پيدا کېږي حتى تاسو ته د جراحۍ امليات ضرورت هم پیښدلی شي.

د سهارنۍ(د سهار چاى) نه څښل

سهارنۍ د سهار چاى د ورځې مهم خواړه ګڼل کیږي او د ناشتې نه کول بدې پایلې لرلی شي. د سهارنۍ نه کولو له امله د انسان وزن زیاتیږي او په وینې کښې د شکرې اندازه ډیریږي. همدغه راز د سهارنۍ نه کول د میټابولیزم د سستیدا سبب کیږي چې له کبله یې د انسان اشتها زیاتیږي یعني زیات خوراک ته یې زړه کيږي چې له همدې امله يې وزن زیاتیږي او د وزن زياتېدا د ناروغيو اصلي لامل وي.

د پتلون په شاته جیب کښې د جېبي بکسک کیښودل

که چیرې تاسو د پتلون په شاته جیب کښې د درنې یعني وزن لرونکي بټوې د کېښودلو عادت لرئ نو پوه شئ دغه کار په راتلونکي کښې د تاسو د زیات ملا درد لامل کیدلی شي.

د ښځينوو په پرتله نارينه په دغه ناروغۍ د اخته کیدا زیات امکان لري کوم چې د زیات وخت لپاره د پتلون په شاته جیب کښې د بټوې په کیښودلو سره موټر چلوي چې له کبله یې د ملا په رګونو فشار راځي.

د ډېرې مودې لپاره ددغه کار په ترسره کولو سره تاسو له دغه درد سره مخ کیدلی شئ چې له کبله ستاسو د پښو په لاندې برخو او زنګنو کې د سخت درد لامل کېږي. نو له همدې امله تاسو باید احتیاط وکړئ چې د کیناستلو په وخت کې بټوه د پتلون په مخکني جیب کې کیږدئ.

د ډېر وخت لپاره کیناستل

د ډېر وخت لپاره کیناستل د انسان د زر مړ کیدا احتمال زیاتوي. د زیات وخت لپاره ناست کسان د زړه یا د سرطان له ناروغۍ سره مخ کیدلی شي. په دې سربیره هغه کسان چې هره ورځ له دولس ساعتونو یا له دې زیات ناست وي نو د شکرې ناروغۍ امکانات يې (۸۰) سلنه زیاتیږي.

د ملګروملتونو د روغتیا نړیوالې سازمان ویلي دي د فيزيکي فعاليت نه ترسره کول په ټوله دنیا کې د مړینې څلورم ستر دلیل دی او دغه راز فيزيکي فعالیت نه کول د بیلابیلو ناروغیو د رامینځته کیدو لامل هم کیږي.

 

. كاروان

دا هم ولولئ

د مرچ له خوړلو وروسته شودې وڅښکي

پوهان د مرچ له خوړو وروسته د ژبې سوخت لامل په هغه کې دهغو غدو …