کور پانه / خبرونه / عامر خان او د هغه میرمنه له یو بل څخه جلا شول

عامر خان او د هغه میرمنه له یو بل څخه جلا شول

د هندي رسنیو د راپورنو پر وېنا چې د هندي فلمونو مشهوره ستوري عامر خان او د هغه میرمنې کرن راو له یو بل څخه طلاق واخېست.

د هندي رسنیو د راپورنو پر بنسټ چې د بالیووډ دغه نامتو ستوری او د هغه دوهمه میرمن کرن راو له یو بل څخه جلا شول.

دا په داسې حال کې ده، چې دغو دواړو جوړو له وړاندې له یو بل سره ښې اړیکې نه درلودې او له وړاندې په ګډ ژوند کې له یو بل څخه جلا ول، مګر اوس دغو جوړو په رسمي ډول له یو بل څخه د جلا والي خبر ورکړ.

د نوموړي میرمنې په یو اعلان کې ویلي دي، چې مونږ له یو بل څخه طلاق واخیسته او اوس مونږ یو نوی سفر پیل کړ چې زمونږ دا سفر به د ښځې او خاوند په توګه نه وي، بلکې د مور او پلار په څیر به له خپل زوی (آزاد راؤ) سره ژوند کوو؛ که څه هم مونږ له اوږدې مودې راهیسې له یو بل څخه جلا ژوند کولو مګر اوس دا هر څه رسمي ډول باندې شول.

د یادولو وړ ده چې عامر خان او د هغه دویمې میرمنې کرن راو په لومړي ځل د لاګان فلم په سیټ کې له یو بل سره وکتل چې په دې فلم کې راو د معاون مدیر او عامر خان په فلم کې د اصلي هیرو رول لوبولی وه.

مګر په ۲۰۰۸ م کال کې عامر خان او د هغه دویمې میرمنې کرن راو له یو بل سره واده وکړ چې دا د عامر خان دویم واده وه.

عامر خان له دې مخکې په ۲۰۰۲ م کال کې له خپلې لومړۍ میرمنې (رینا دتته) سره واده وکړ مګر دغو دواړو له یو بل سره ۱۶ کاله ګډ ژوند تیر کړ چې له ۱۶ کالو وروسته عامر خان خپله لومړۍ میرمنه طلاق کړه.

عامر له خپلې لومړۍ میرمنې څخه دوه ماشومان (جنید خان او ایران خان) لري.

. كاروان

دا هم ولولئ

وهاب ریاض: PCB دې ملي لوبډلې کې ماته د اړتیا لرلو یا نه لرلو پریکړه وکړي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی وهاب ریاض وایي، د یاد هېواد کرکټ بورډ غوراوي …