کور پانه / ادب / د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي له ښاري ترانسپورت څخه سر ټکوي

د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي له ښاري ترانسپورت څخه سر ټکوي

د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکي له ښاري ترانسپورت څخه سر ټکوي

سره له دې چې په بابا مېنه کې بې شمېره ليني موټر شتون لري خو بيا هم د دغې پروژې اوسېدونکي د ترانسپورت له نشتون سره مخ وي.

د دولسمې ناحيې احمد شاه بابا مېنې د عامه ترانسپورت په برخه کې بې شمېره مارسيډيز ډوله بسونه شتون لري چې تل يې د بابا مېنې په واټونو کې ګڼه گوڼه جوړه کړې وي او ډېرى وخت د همدغو مارسيډيز بسونه د لارو بندوالي لامل هم کېږي .

په هره څلور لارې کې د دوې د لاسه په ساعتونو لارې بندې وي او خلکو ته يې سر خوږى جوړ کړى وي. د دومره ډيرو بسونو په درلودلو سره سره د يادې پروژې اوسېدونکي د ورځې په پاى کې له ښاره د راتلو په وخت کې بيا هم له ستونزو سره لاس او ګريوان وي.

د مارسېډيز چلونکو خپل سريو څخه د بابا مېنې اوسېدونکي سر ټکوي نو ځکه دغه چلونکي د ورځې په پاى کې بابا مېنې ته د راتګ څخه ډډه کوي او وايې:

“مونږ يوازې د بتخاک تر څلورلاې ځو”

دوى له مازديګر وروسته په خپل سريو پيل کوي او له قانونه په ښکاره ډول سرغړونه کوي يا خو کرايه ډيروي او يا هم د بابا مېنې سوارلۍ په نيمه لار کې کوزوي او کرايه پوره اخلي.

له مازديګر وروسته په شته بې شميره مارسېډيز بسونو کې له ښار څخه بابا مېنې ته موټر پيدا کول ستونزمن کار وي ځکه ډيرى موټر تر بتخاک څلورلارې راځي او کرايه هماغه شل افغانۍ د بابا مېنې اخلي سوارلۍ اړ وي چې يا تر خپل کوره پلي لاړشي او يا هم لس نورې افغانۍ مصرف کړي ترڅو پروژې ته ورسیږي.

د دغو چلونکو دغه عمل مطلق د اوصولو خلاف کار دى ځکه هر ترانسپورت چې په کوم مسير کار کوي بايد په هر حالت کې په هماغه ټاکل شوي امتياز کار وکړي او خپله سوارلۍ ټاکلي هدف ته ورسوي.

د احمد شاه بابا مینې ټول اوسېدونکي له دغې ستونزې زورېږي او له اړوندې ادارې او ځانګړي ډول د دولسمې ناحيې او حوزې محترمو مسئولينو څخه د دغو خپل سريو د مخنيوي غوښتنه کوي او هغه چلونکي چې بيا هم سرغړونه وکړي بايد ورسره قانوني چلند وشي او ياهم د دوى د کار جواز ترې واخستل شي.

په دې اړه دې احمد شاه بابا مینې يو سپين‌ګيری اوسېدونکی چې هره ورځ له دغې ستونزې سره لاس او ګریوان دی وایي:

« زه هره ورځ ماښام ناوخته له ښاره کور ته راځم په ډيرو مشکلاتو موټر پيدا کوم خو چې کله پيدا شي يا خو يې کرايه لوړه کړې وي او ياهم تر بتخاک څلورلارې راځي نو زه دومره وس نلرم ترڅو له بتخاک څلورلارې لس نورې افغانۍ مصرف کړم مجبور يم پلي کور ته ولاړ شم”

. كاروان

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …