کور پانه / عمومي مالومات / څنګه ګټوره مطالعه وکړو؟

څنګه ګټوره مطالعه وکړو؟

ښه او مفیده مطالعه کول یو مهارت دی چې هر څوک کولی شي دا مهارت زده کړي، چې په دې کې تاسو هم شامل یاست. دلته په دې مقاله کې مونږ تاسې ته د ښې او اغېزناکې مطالعې لارې چارې درښایو.

د یاداښت یوه ځانګړې کتابچه له ځانه سره ولرئ

د دې لپاره چې اغېزناکه مطالعه وکړو نو تر ټولو مهمه دا ده چې د یاداښت لپاره یوه ځانګړې کتابچه ولرو، ترڅو پکې د کتاب مهم ټکي ځای پر ځای کړو، دا چاره به مونږ سره په اغېزناکه مطالعه کې مهم رول ولوبوي.

سهار وخت کې مطالعه وکړئ

د څېړنو پر بنسټ چې ښه او مفیده مطالعه د سهار په وخت کې کېږي ځکه کارپوهان وایي، په دې وخت کې ذهن تقریبآ ۹۰ سلنه فعالیت کوي او هر څېز په درست ډول په خپل مرکز کې ځای پر ځای کوي نو د دې لپاره چې یوه اغېزناکه مطالعه وکړو او یوه بریالۍ ورځ ولرو نو سهار د وخته مطالعه کول تر ټولو ښه ده.

په یوه برخه کې زیاته مطالعه مه کوئ

په یوه موضوع کې ډېره ژوره مطالعه کولی شي چې تاسې ستړي کړې او پر ذهن مو بوج وارد کړې نو هڅه وکړئ چې تر ډېره په یوه موضوع کې مطالعه ونه کړئ او بیلابېل موضوعات مطالعه کړئ دا چاره به ستاسو د معلوماتو د ډېروالي لامل هم وګرځي او له بلې خوا به د ستړیا احساس هم ونه کړئ.

د مطالعې لپاره ښه چاپیریال تنظیم کړئ

د اغېزناکې مطالعې لپاره مناسب چاپیریال خورا اړین دی او کارپوهان هم په دې اند دي، چې چاپیریال په مطالعې باندې مهم اغېز لري نو تاسو باید د مطالعې لپاره یو داسې ځای انتخاب کړئ چې هلته ډېر شور ما شور نه وي او بل د مطالعې لپاره ټول مهم وسایل موجود وي لکه مېز، څوکۍ، پینسل، قلم، توش، مناسبه رڼا او داسې نور ورته اړین توکې چې دا به تاسو سره په اغيزناکې مطالعې کې مرسته وکړې.

. كاروان

دا هم ولولئ

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې …