کور پانه / لوبې / د ګجرات راتلونکې لوبه کې ګربز اخیستل کېږي: حمید حسن

د ګجرات راتلونکې لوبه کې ګربز اخیستل کېږي: حمید حسن

د هند غوره لیګ یا ای پي ایل روان پړاو لوبو لپاره ګجرات ټایټنز لوبډلې درې افغان لوبغاړي ( راشد خان، رحمن الله ګربز او نور احمد لکڼوال) اخیستي دي خو په تېرو پنځو لوبو کې یې یوازې یو افغان لوبغاړی راشد خان لوبولی. ګربز چې تکړه با استعداده او ځوان لوبغاړی دی د ټېټنز لوبډلی ډېری مینه وال په ځانګړي ډول افغانان له یادې لوبډلې څخه غواړي چې ګربز ته په لوبو کې چانس ورکړي.

په دې اړه حمید حسن تازه ویلي چې فکر کوي په راتلوونکې لوبه کې ټایټنز لوبډله ګربز ته چانس ورکړي.

نوموړي یادې څرګندونې پر خپله فیسبوک پاڼه کړي او زیاته کړې یې ده چې ګجرات ټایټنز له پنځو لوبو څخه څلور ګټلي خو بیا هم د دوی ترکیب ښه او متوازن نه ښکاري په ځانګړې توګه د بیټینګ په برخه کې:

ویډ او میلر تر دې دمه ښه د توپ وهنی نه ده کړې نو زه فکر کوم چې ګربز په راتلونکې لوبه کې چانس ترلاسه کولی شی. هغه ځوان، ځواکمن دی او کولی شي د ویکټ ساتلو دنده هم ترسره کړي نو په راتلونکې لوبه کې د ویډ لپاره مناسب ځای دی.

د دې تر څنګ دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي چې د کلکټې او فضل الحق فاروقي چې د سنرایزر په ګټه لوبېږي ته هم تر اوسه چانس نه دی ورکړل شوی.

ګجرات لوبډلې تر دې مهاله پنځه لوبې کړي یوه یې بایللې، څلوریې ګټلي او د اتو نمرو په لرلو سره د جدول په سر کې ځای لري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

احمد ولي هوتک افغانستان ته بل وياړ راوړ

د افغانستان ازادو سیالیو یا فري فايټ نوم وتی مبارز احمد ولي هوتک د اسیا …