کور پانه / ادب / روغتیا / هغه ۹ ګواښوونکې تېروتنې چې هره ورځ یې ترسره کوو

هغه ۹ ګواښوونکې تېروتنې چې هره ورځ یې ترسره کوو

1-له پلاستیکي بوتلونو اوبه څښکل

په پلاستیکي بوتلونو کې مایکروپلاستیکونه شتون لري چې دغه مایکرو پلاستیکونه د بشر سلامتیا لپاره ګواښوونکي دي. دغه ترکیبونه چې د پلاستیکونو په جوړښت کې شتون لري د حامله کیدو څخه مخ نیوی کو، د بدن غوړ ډیروي. همدا راز د بدن په عصبي او امیني سیستم منفي اغیزې لري. د نرانو تناسلي اله پر ودې هم اغیز  کولای شي، په ماشومانو کې هم د قلبي ستونزو رامنځته کیدلو لامل کیږي. مونږ په پوره ډاډ سره ویلای شو چې د لویانو په نسبت کوچنیانو ته پلاستیکي بوتلونه ډیر زیان رسولای شي.

2- دخپل پرنجي درول یا ساتل

هیڅ کله خپل پنجی مه ساتئ. ځکه که چیرته مو پرنجی ودروئ یایي وساتئ هغه هوا چې د پرنجې لپاره د غوږو لورته تللې د غوږو پردو د شکیدولو لامل شي. همدا راز کولای شي د سترګو او پزې رګونه هم تر فشار لاندې راولي او دې چاودلو لامل یې شي.

3- کیمیاوي مواد لرونکې سپرې او عطرونه کارول

ډیری عطرونه او سپرې ګانې په خپل جوړښت کې زهري کیمیاوي عناصر لري چې تولیدونکې شرکتونه یې په پټ ډول ورکې کاروي. دغه عناصر له نفتو څخه جوړیږي او د تنفسي او هورموني ستونزو او د استفراغونو لامل کیږي. آن کله کله د دغو عطرونو له مسمومیت څخه سرطاني ناروغۍ هم رامنځته کیږي.

4- د ځواني دانو چوول

د ځواني دانو چوول نه یواځې دا چې د هغوی د بدتر کیدو لامل کیږي په مخ کې یې د داغونو پاتې کیدو لامل هم کیږي. او دا کار هیڅ د د غو دانو په ښه کیدو کې مرسته نشي کولای. زمونږ په مخ کې یوه ساحه د « خطر مثلث» په نوم شتون لري چې مستقیمه اړیکه یې له مغرو سره ده نو که چیرته د دانو چوولو دغه ځای ته فشار ورکړي او دغه ځای کې پړسوپ رامنځته شي نو کولای شي دغه پړسوپ عصبي سیستم تر اغیز لاندې راولي او د فلج کیدو، د دید ستونزو رامنځته کولو او آن په بدترین حالت کې د مرګ لامل کیږي.

5- د سینګار هغه توکې کارول چې مصنوعي ترکیباتو لرونکي وي

که چیر ته داسې د سینګار توکې کاروئ چې کیمیاوي توکې لرونکي دي نو دغه توکي کولای شي تاسو لپاره ډیر زیانمن وي. دغه مواد د وخت په تېریدو سره د پوستکي سرطان رامنځته کیدو لامل کیږي.

6- د بالښتونو نه بدلول

کله چې دې شپې له لورې ویده کېږئ نو ستاسو د پوستکي، ویښتانو او بدن غوړ جذبوي او بیا دغه غوړ خاوروې  او دوړوې ځانته جذبوي او ورو ورو په لویو مکروبونو بدلیږي. نو باید خپل بالښت وخت پر وخت پاک او بدل کړو.

7- د پوزې ویښتانو باستل

د پوزې ویښتانو باستل او شوکول کولای شي د پوستکي پړسوپ لامل شي او همدا راز کولای شي د بدن ایمني سیستم هم کمزوری کړي. ځیني څیړونکي وایي دا کار د مغزي او عصبي پړسوب لامل هم شي.

8- دتیارو خوړو کارول

هغه ارزښت او ګته چې تازه خواړه یې لري تیار شوي خواړه یې په هغه اندازه ګټه نه لري. ډیری دغه تیار شوي محصولات د سرطانونو پیدا کونکي مواد لرونکي وي ځکه چې په لوړه درجه لورونکې تودخه کې پخیږي.

د غه خواړه داسې موداد هم په ځان کې لري چې کولای شي د شکر ناروغۍ ګواښونه هم رامنځته کړي او شکر مو زیات کړي.

9- په ماشینونو د کالیو وچول

په ماشینونو د کالیو وچول یو ډول کیمیاوي پروسه ده. چې دکالیو وچولو پر مهال په لوړه کچه له کیمیاوي موادو څخه ګټه اخستل کیږي چې ډیری یې په کالیو کې پاتې کیږي د دغو کیمیاوي موادو تنفس کول کولای شي د تنفسي او دید سیستم کې ستونزې را ولاړې کړي. همدا راز د سردرد، د سر ګنګستیا او د سترګو ستونزو رامنځته کیدلو لامل شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …