کور پانه / لوبې / ډیویلرز یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته راستنېږي

ډیویلرز یو ځل بیا نړیوال کرکټ ته راستنېږي

د سویلي افریقا کرکټ ملي لوبډلې پخواني کرکټر اي‌بي ډي ویلرز وایي، دی غواړي یوځل بیا نړیوال کرکټ ته راستون شي او نړیوال کرکټ ته د راستنیدو لپاره پوره چمتوالی هم لري.

نوموي یادې څرګندونې په خپلې تازه ترسره کړې مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې اوس وخت کې یې ملي لوبډله ده ته ډېره اړتیا لري:

په دې اړه به د خپلې ملي لوبډلې لوبډلمشر مارک بوچر سره وروسته له ای پي ایل لوبو وغږېږيم

نوموړي یادې څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د سویلي افریقا لوبډلمشر مارک بوچر له هغه څخه غوښتنه وکړه تر څو د نړیوال شل اوریزو جام په پار له ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

ډیویلرز په ۲۰۱۹ میلادي کال کې له نړیوال کرکټ څخه په دې خاطر چې ستړی شوی او غواړي ارام وکړي استفاء ورکړې وه.

ډیویلرز له هغه وروسته په ۲۰۱۹ کال کې یوځل بیا وغوښتل چې نړیوال کرکټ ته راوګرځي خو د دغه هېواد کرکټ بورډ له لوري د هغه وړاندیز ونه ومنل شو.

د سویلي افریقا دغه تکړه توپ وهونکی د نړۍ په بېلابېلو مشهور لېګونو کې هم لوبېدلی دی او په نړیوالو کچه ډیر مېنوال لري.

هغه تر دې مهاله ټول ټال د سویلي افریقا لپاره ۴۲۰ لوبې تر سره کړي چې له ډلې یې ۱۱۴ ټسټ، ۲۲۸یو ورځېنۍ او ۷۸ شل اوریزې لوبې دي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

مجیب راتلونکي پړاو IPL سیالیو ته سنرایزر لوبډلې واخیسته

د هند غوره لېګ څوارلسم پړاو سیالیو ته په بولي کې سنرایزر حیدر اباد لوبډلې …