کور پانه / عمومي مالومات / سنجي دات: سرطان ته ماته ورکوم

سنجي دات: سرطان ته ماته ورکوم

د هند سینما وتلی ستوری سنجي دات چې څه موده وړاندې د سږو په سرطان اخته شوی و، او ډاکټرانو یې وضیعت جدي ښوده اوس یې ویلي سرطان ته ماته ورکوي او بېرته خپل کار پیلولو لپاره چمتوالی نیسي.

هغه یادې څرګنډونې په یو وېډویوي پیغام کې کړي او ویلي یې دي، که څه هم دا به دده وروستۍ درد او زخم وي خو دی به ورته ماته ورکوي:

سلام زه سنجې دات یم، خوښ یم چې بیرته سالون ته راوګرځیدم، ویښتان مې هم لنډ کړی، که تاسو یې ګورئ نو دا زما د ژوند وروستۍ درد او زخم دی خو زه به ورته ماته ورکوم او له دې سرطان څخه به ډېر ژر خلاصون پیدا کړم.

همدا راز نوموړي د خپل کار بیا پیل په اړه وویل:

 دا ګیره د KGF فلم دویمي برخې لپاره چې کار یې نومبر ماشت کې پېلیږي لویه وم ځکه یاد فلم کې زما رول ګیري ته اړتیا لري.

۶۱ کلن سنجي دت چې د هند په سینما کې یې ډېرې سړي او تودې تېرې کړي دي په تېرو څلویښتو کلنو کې یې نږدې ۱۵۴ فلمونو کې ادا کاري کړې ده.

د هغه له بریالیو فلمونو څخه د ساجن، کهل نایک، واستاو او منا بایي ام‌بي‌سي‌اس څخه یادونه کولی شو.

وروستی فلم یې بیا د پاني پت و، چې د احمدشا ابدالي رول یې په کې لوبولی و.

. وياند

دا هم ولولئ

له دغه ۷ ډوله سړیانو سره واده کول خطرناک دي

په دې ورستیو کې د پنسیلوانیا پوهنتون د ودونو لارښود انسټیټویټ سرپرست ډاکټر ګینورډ ادامز …