عرب نیوز رسنې راپور له مخې، ایټالیا ساري ناروغيو د څيړنې Spallanzani روغتون ډاکټرانو د کرونا ضد واکسين جوړ کړی دی.
دغې رسنۍ لیکلي، دغه واکسین د لومړي ځل لپاره د انسان په بدن کې د کرونا ویروس له منځه وړي.
د ايټاليا د درمل جوړلو کمپنۍ مشر لوئیجی آئوریشیکو وايې د کرونا ضد دغه جوړ شوی واکسين د انسان په وجود کې د کرونا وايروس خنثی کوي او له منځه يې وړي.
هغه زیاته کړې:
«دا په اټیالیا کې ترټولو پرمختللی واکسین دی چې جوړیږي. او مونږ لومړني کسان یو چې دا واکسین مو د نړۍ په سطحه جوړ کړی دی.»
آئوریشیکو همدا راز ویلي، ورسته له هغه چې یاد واکسین مو موږکانو ته ورکړ دهغوئ په بدن کې داسې انټي باډې جوړه شوه چې د انساني حجرې له کرونا ویرس څخه ساتلی شي.
سرچینه: