کور پانه / خبرونه / ۳۷تنه په کرونا ویروس شکمن اخته کسان له روغتونه تښتیدلي

۳۷تنه په کرونا ویروس شکمن اخته کسان له روغتونه تښتیدلي

د هرات عامې روغتیا چارواکې وایي، دغه ولایت کې ۳۷ تنه چې د کرونا ویروس شتون شک له امله قرنطین یاد تر څارملنې لاندې ول له روغتون څخه تښتیدلي دي.

د یاد وزارت ویاند وحیدالله مایار رسنیو ته ویلي، یاد کسان چې دوه ښځې هم په کې شاملې وې د رغتون ښیښې یې ماتې کړي او له روغتون څخه تښتیدلي دي.

راپورونه ښایي چې په یادو شکمنو کسانو کې یوه مثبته پېښه هم لیدل شوې وه.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې تر دې مهاله ۱۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او په ټول هېواد کې بیا پر دغه وژونکي ویروس تر دې مهاله ۲۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

تر دې مهاله په ټول افغانستان کې ۲۶۳ مشکوکې پېښې ثبت شوې چې له هغو څخه یوازې ۲۲ یې مثبتي دي.

. وياند

دا هم ولولئ

ای پي اېل: بنګلور په یو ستر توپېر کلکټې ته ماتې ورکړه

د هند غوره لېګ یا IPL سیالیو په لړ کې تېر ماښام د سنرایزر رویل …