کور پانه / ادب / روغتیا / یو بادرنګ مو لس ستونزې حلوي… له دې ګټو به یې نه یئ خبر

یو بادرنګ مو لس ستونزې حلوي… له دې ګټو به یې نه یئ خبر

بادرنګ د ګرمۍ موسم تر څنګ په ژمۍ کې هم په خورا ډېره کچه کارول کېږي، له دې امله چې په هضم کې چټکوالی رامنځ ته کوي اکثره کسان یې د غرمۍ ډوډۍ سره ډېر کاروي. بادرنګ د دې ترڅنګ چې د خوړلو په مرسته یې کارول ګټې لري بلکې له پوستکي سره فزیکي تماس یې هم ګټې لري چې د کاروان رواغتیا  په دې برخه کې مو ترې یادونه کړې ده.

بادرنګ په خپل ځان کې ویټامین B-1، B-2، B-3، B-6، B-5، C ، فولیک اسید، مګنیزیم، اوسپنه، کلسیم، زنک، پوټاشیم او فاسفورس لري چې دا د انسان لپاره ډېر ګټور دي.

بادرنګ بدن د اوبو له کمښت څخه ساتي

بادرنګ په بدن کې د ډیهایډریشن ختمولو لپاره یو ارزانه او مهم شی ګڼل کېږي، نو باید بادرنګ د کال په ټولو موسمونو کې مصرف شي. که د معدی ستونزې لرئ نو تل په سلادونو کې بادرنګ وخوئ.

بی وخته د ولږې څخه خلاصون

بې وخته د لوږې احساس کول او راتلل د وزن له لاسه ورکولو لامل کېږي، نو هغه کسان چې  غواړي وزن واخلي او یایې وزن کم نه شي نو کله چې داسې احساس پیدا کوي باید یو بادرنګ وخورئ خو په دې شرط چې ښه یې خوله کې میده میده او وژوي.

د سفر پر مهال د زړه بدوالې درملنه

هغه خلګ چې د سفر پر مهال یې زړه بدېږي یا کانګې کوي، ترې دخلاصون تر ټولو ښه لاره بادرنګ دی، د سفر پر مهال تل له ځان سره بادرنګ ساتئ، ځکه د سفر پر مهال بادرنګ مو طبیعت تازه کوي.

د غرمۍ خوب کولو سستۍ لمنځه وړل

د ګرمۍ په موسم کې د غرمۍ یا ماسپښین پر مهال د انسان بدن سست او د دردونو احساس کوي د دغه احساس او سستۍ څخه د خلاصون یوه لاره دغه وخت کې د بادرنګ  پوستکي خوړل دي. د دې سربیره دغه کار بدن ته قوت هم وربښي.

هغه سردرد چې له سفر وروسته پیدا کېږي

معمولا له سفر وروسته دېری کسانو ته سردرد پیدا کېږي دغه سردرد اکثره د ستړیا له کبله وي. نو که داسې حالت سره مخ شوئ بادرنګ پله پله کړې او په تندی مو کېږدئ، که تر څنګ یې د بادرنګ جوس جوړ او وڅښکئ ډېر به ګټور تمام شي.

د ګونځو لرې کول

که په پوستکې کې مو ګونځې شتون لري نو او ستاسو ښکلایې زیانمنه کړې وي، نو نوره اندیښنه مه کوئ په خپل ورځیني خوراکي ریژیم کې بادرنګ اضافه کړئ.

د وچ او چاودلي پوستکې لپاره د بادرنګ ګټې

هغه کسان چې وچ او چاودلی پوستکی لري او له دې څخه رنځ وړي نو پر مخ دې د بادرنګ جوس وکاروي تر څو له دې زورونکې رنځ څخه خلاصون پیدا کړئ.

د بادرنګ یو شمیر نوروې ګټې

داسې مواد هم پکې شته، چې د سرطاني حجراتو مخنیوی وکړي، مانا دا چې سرطان ضد خاصیت لري.

په خپل ترکیب کې زیاته اندازه اوبه لري، چې په دې سره د بدن د اړتیا وړ اوبه ښې پوره کولی شي.

په خیټه کې د دانو په له منځه وړلو کې مثبت اغیز لري او د خیټې د تیزابو په ختمولو کې مهم رول لري.

د زړه سوی له منځه وړي او زړه اراموي.

د ګردې او مثانې د کاڼو په ویستلو او له منځه وړلو کې ګټور تمامیږي.

بادرنګ داسې مواد لري، چې ورسره سردردي ختمیږي.

ادرار پیدا کوي، چې په دې توګه د بدن زهریله مواد خارجوي.

د انسان پوستکی روغ او ښکلی ساتي.

د وینې فشار نورمال ساتي.

د خولې بدبویي له منځه وړي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …