د یمن ځايي رسنۍ وايي، د دې هېواد په «البیضا» ولایت کې یو داسې ماشوم زیږیدلی دی چې یوه سترګه لري او په وینا یې دا یوه ډېره حیرانوونکې پیښه.
د دوی راپور له مخې دغه ماشوم له اوه ساعتونو ژوندي پاتې کیدا وروسته اوس مړ شوی دی.
خبریال کریم زارعي چې د دغه یوې سترګې لرونکي ماشوم انځور یې د لومړي ځل لپاره په اینټرنیټ کې خپور کړ وایي، په تېرو ۵۰۰ کلونو کښې تراوسه په دنیا کښې یوازې شپږ ماشومان داسې زیږیدلي دي چې یوه سترګه یې لرله ده.
دا په داسې حال کې ده چې په یمن باندې د سعودي عربستان ، د امریکا د متحده عربي اماراتو ، اسرائیلو او د انګلستان وغیره د بریدونو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې د کلابندۍ په وجه خلک له لوږې ، د خوراکي شیانو له کمښت او د درملو له کمښت سره مخامخ دي او ډیرې ماشومان له زیږیدا سمدستي وروسته مړ کیږي .