کور پانه / ادب / روغتیا / ګوړه او بېشمېره ګټې یې

ګوړه او بېشمېره ګټې یې

روغتياپالان وايي، په ګوړې(Jaggery ) کې ډير زیات اینټي اکسیډانټ شتون لري او هره ورځ یې خوړل طبیعت تازه کوي.

له هر ځل خوړو خوړلو وروسته د لږ شان ګوړې خوړل خواړه ژر او په اسانۍ سره هضموي ترڅنګ یې د انسان د هاضمې نظام او د کولمو حالت هم ښه کوي.

دوی زیاتوي، که چیرې هره ورځ له خوړو وروسته ګوړه وخوړل شي نو له کبله یې د انسان په مخ باندې غټې دانې بیخي ختمیږي.

همدا راز ګوړه د خواږو شیانو یعني د شیرینې په بڼه هم استعمالیږي او د ګوړې استعمال د انسان د چاق کیدو مخه نیسي.

همدا راز ګوړه لاندې نورې ګټې هم لري:

۱- هاضمه سموی.

۲- بولی ډیروی.

۳- جنسي طاقت زیاتوي.

۴- ځیګر پاکوي.

۵- د سرطان ناروغیو مخنوی کوي.

۶- دفاعي سیستم پیاوړې کوي.

۷- د تنفسي ناروغیو لپاره ګټوره ده.

۸- د حیض دردونه ختموي.

۹- د نزلې، زکام او ټوخي لپاره د آرام سبب ګرځي.

۱۰- وینه پاکوي.

۱۱- وینه پوره کوي.

۱۲- د کولمو لپاره ګټوره ده.

۱۳- د معدې ګرمښت له منځه وړي.

۱۴- د وینې لوړ فشار کنټرولوي.

۱۵- سټړیا له منځه وړي.

۱۶- د زړه لپاره ګټوره ده.

۱۷- د انسان پوستکی ښه کوي.

۱۸- که چیرې څوک هره ورځ ګوړه وخوري نو په مخ یې دانې او داغونه ختمیږي او د غټو دانو لپاره هم ګټه لري

۱۹-که ځیره او ګوړه سره وایشول سي او د ماشوم مور ته ورکول سي رحم یې پاکوي او وینه ایله کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …