کور پانه / لوبې / ګمبیر: نبي د افغانستان دی ځکه بې ارزښته دی

ګمبیر: نبي د افغانستان دی ځکه بې ارزښته دی

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کرکټر ګاتم کمبیر وایي، محمد نبي له انډري رسل او اي بي ډېویلیئرز نه کم نه دی خو له دې کبله چې د افغانستان دی وروته ارزښت نه ورکول کېږي.

نوموړي یادې څرګندونې له سټار سپورټ تلویزیون سره په یوې مرکې کې کړي او ویلي یې دي، محمد نبي د شل اوریزو لوبو یو غوره لوبغاړی دی، که چیرته وروته د ای پي ال په ټولو ۱۴ لوبو کې د ګډون چانس ورکړل شي نو ځان به ثابت کړي.

همدا راز نوموړي زیاته کړې که محمد نبي له سنرایز لوبډلې سره نه وای نو ممکن په ډېرو لوبو کې ورته د لوبېدو چانس ورکړل شوی وی.

که څه هم محمد نبي ته په ای پي ال لوبو کې د لوبېدو ډېر چانس نه ورکول کېږي خو د سنرایز په تېره لوبه کې میچل مارش ټپي او له راتلونکو لوبو کینول شو.

اوس د کرکټ مبصرین اند دي چې په راتلونکو لوبو کې د محمد نبي لوبویدو چانس ډېر شوی ځکه هغه په شل اوریزو لوبو کې بهترینه الرونډر ده او سنرایزر لوبډله تر هغه بل ښه انتخاب نه لري.

د ای پي ال سیالیو په لړۍ کې د سنرایز لوبډلې راتلونکې لوبه سبا له کلکټې لوبډلې سره ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د لنکا پریمیر لیګ دوېم پړاو لپاره اتو افغان لوبغاړو نوم لیکنه کړې

د سریلانکا هېواد مشهوره تجارتې کریکټ سیالیو دوېم پړاو لپاره ۸ افغان لوبغاړو خپل نومونه …