کور پانه / ادب / روغتیا / کېنو مو د وزن له ډېریدو مخنیوی کوي

کېنو مو د وزن له ډېریدو مخنیوی کوي

دروغتیايي چارو کارپوهان وايي : کینو داسې ماده لري، چې  دچاغښت مخه نیسي او که  څوک یې په منظمه توګه وکاروي د رګونو دبندښت له ستونزې سره به مخ نه شي.

دا څېړنه  کاناډايي پوهانو ترسره کړې ده.

پوهانو لومړی پر موږکانو دا څېړنه کړې ده، دې پوهانو موږکانو ته داسې خواړه ورکول،چې غوړ او بوره یې ډیره وه، هماغه و،چې موږکان ډیر ژر چاغ شول، په ورته وخت کې  یې په وینه کې کولسترول زیات  او دځیکر له  ستونزې سره مخ شول.

همدې پوهانو د موږکانو بلې ډلې ته  دورته خوړو تر څنګ د (نوبیلیټین ) په نوم  ماده هم ورکوله،چې په کینو کې ډېره موندل کیږي، څیړنې وښوده،چې (نوبیلیټین) مادې  په ځیکر کې د غوړو دراټولیدو مخه نیولې وه او همدا راز یې  وینه پاکه ساتله.

یاده ماده  په وینه کې د غوړ رامنځته کېدو مخه نیسي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د سالم بدن لرلو لپاره شات وخورئ

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، …