کور پانه / ادب / روغتیا / کیلې وزن ډېروي که کموي یې؟

کیلې وزن ډېروي که کموي یې؟

دیته په پاملرنې چې وایي کیله هغه مېووه ده چې د چاغښت لامل کېږي، خو ایا واقعا دغه میوه وزن زیاتوي که برعکس د وزن کمیدو لامل کېږي؟

د کاروان ویب سایټ روغتیا برخې دې راپور کې به ولولئ چې څه ډول کیله وخورو تر څو د وزن ډېریدو لامل شي او دهغو موادوّ خوراکي ارزښت چې کیلې یې بدن ته چمتو کوي کچه څومره ده؟

په حقیقت کې کیلې د هغو عناصرو لرونکي نه دي چې د چاقۍ لامل کېږي. خو له حده ډېر د هر خوراکي توکي مصرفول د وزن ډېریدو لامل کېږي چې دغه د وزن ډېریدل د کالري مصرف ډېریدو له کبله رامنځته کېږي. نو پر دې بنسټ که د وزن ډیریدو شوقیان استي نو باید کیلې د وزن ډېرونکي عنصر په ډول خپل ورځیني خوراکي ریژیم کې اضافه کړئ.

خو د هغه څه برعکس چې وویل شول؛ کولای شو په اعتدال سره د کیلو خوړل په خپل خوراکي ریژیم کې د وزن کمولو لپاره اضافه کړو. همدا د کالري مصرف کچه ده چې ستاسو د وزن ډېریدل او کمیدل ټاکي، ستاسو هدف یې مشخصوي چې یو خوراکي مواد ستاسو وزن کم کړي یا یې ډېر کړي.

یوه کوچنۍ کیله د ۹۰ کالري لرونکي ده په داسې حال کې چې لویه کیله بیا د ۱۲۱ کالري لرونکي ده. نو پر دې بنسټ که غواړئ خپل وزن زیات کړئ په ورځیني ډول خپل خوراکي رژیم ترڅنگ دوه لوی کیلې هم وخورئ دغه مقدار به ستاسو ورځینۍ لاسته راوړونکې کالري کې ۲۴۲ نوره کالري هم زیاته کړي چې دغه اندازه کالري مو د وزن ډېریدو لپاره کافي ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وزن ډېریدو او چاغیدو سره د مالګې اړیکه

په لږه کچه مالګه د روغتیا سلامتي لپاره مهمه ده او د الکترولیت توازن، د …