کور پانه / ادب / روغتیا / که مو اولادونه نه کېږې حتما یې ولولئ

که مو اولادونه نه کېږې حتما یې ولولئ

تازه ترسره شوې څېړنې ښایي چې رومیان یا سره بادنجان له هغه کسانو سره چې اولادونه یې نه کېږي په اولاد داره کېدو کې مرسته کوي.

دغه څېړنې چې د امریکا په کلولنډ کې ترسره شوې ښایي چې د رومیان زیات خوراک کولای شي سړیان له شنډوالې خلاص کړي.

د دوی په وینا رومیان د لیکوپاین په نوم ماده لري چې دغه ماده په نارینه وو کې د سپرم تولید کچه ډېروي، دا په  داسې حال کې ده چې د اولاد نه پیدا کېدو ستونزه ډېری وخت د سړیانو په بدن کې وي.

همدا راز هغه مېندې چې کوچني ته شودې ور کوي که ويې خوري نو شودې به يې زياتې شي او څرنګه چې فولاد لري بدن ته قوت هم وربښي، که کوچنیانو ته د رومیانو اوبه ور کړل شي ډېره ګټه به ورته ورسوي په تېره بیا غاښونو ته يې.

څرنګه چې رومیان ډېر ګټور شی دی نو نویو څېړنو په  ډاګه کړې چې دغه لاندې مواد په کې شته:

په سلو کې ۸/ ۹۲ اوبه، ۹/۱  ګرامه پروټین، ۱۰۰ ملي ګرامه شحمیات، ۵/۴  ګرامه کاربو هایېډرېټ، ۷۰۰  ملي ګرامه معدني مالګه، ۲۰ ملي ګرامه کلشېم لري.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د شودو یا پېټه کدو ګټې؛ زړه ته قوت او خوښي هم ورکوي

د شودو کدو چې د هندوانې برابر غټېږي او د طبیعت له پلوه یخ او …