کور پانه / ادب / روغتیا / که له خپلو ماشومانو سره مینه لرئ چپس مه ورکوئ

که له خپلو ماشومانو سره مینه لرئ چپس مه ورکوئ

د کچالو چپس یا په غوړیو کې سره شوي کچالو یو له هغو خوړو څخه دي چې د ماشومانو روغتیا ته بې اندازي زیان رسوي.

ډاکټرانو د کچالو چپس د هغو خوړو لیست په سرکې راوستی چې د ماشومانو روغتیاته زیان رسوي او ویلي یې دي چې یاد خواړه مړښت نه راولي او ډیر زیات غوړ په ځان کې لري چې د بدن وزن ډیروي.

د بریسټول پوهنتون څېړونکو دیوې څېړنې په ترڅ کې ومندله چې هغه خواړه ماشومانو ته ډیر زیانمن دي چې مړونکي غوړي ولري ځکه د ماشوم پر وده منفي اغیز پرې باسي او چپس یو له هغو خوړو څخه دې چې په ځان کې ډیره اندازه مړونکي غوړي لري.

هیره دې نه وي چې د چپسو تر څنګ په غوړیو کې سره شوي چرګان، ماهیان او ګاز داره نوشابې هم ماشومانو ته د ضرر لرونکو خوړو په لیست کې ځای لري.

د دې تر څنګ باید ماشومانو ته داسې خواړه ورکړل شي چې ډیره اندازه فایبر ولري لکه: وربشي، غنم، لوبیا، نخود… او داسې نور.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …