کور پانه / ادب / روغتیا / که غواړئ وزن مو کم شئ له دغو خوړو ډډه وکړئ!

که غواړئ وزن مو کم شئ له دغو خوړو ډډه وکړئ!

د چرګ سینه: د چرګ سینه د سالمې غوښې په ډله کې راځي، غوړ نه لري او د ۷۸ کالوري په اندازه انرژي لري چې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

پنېر: د پنېر يو وخت خوراک په وجود کې ۶۹ کالوري انرژي توليدوي. دغه راز پنېر په خپل ترکیب کې پروټین، کلسیم، غوړ او سالم کلېسټرول لري چې له چاغوالي سره مرسته کوي.

مکروني: مکروني د انرژۍ او کاربوهایدريتونو اصلي سرچینه ده چې تر ټولو ښه خواړه هم بلل کېږي، خو پام مو وي چې وزن زیاتوي.

کېله: یوه کېله په خپل ترکیب کې ۱۰۰ کالوري انرژي لري، دغه راز کېله د کاربوهایدريتونو او مغذي موادو سرچینه هم ده چې په اسانۍ  سره د وزن د زیاتېدو لامل کېږي.

کچالو: کچالو د کاربوهایدريتونو او نشایستې سرچینه بلل کېږي. کباب شوي او سره کړي یې دواړه  د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

دا هغه خواړه دي چې روغ انسان یې وخوري، د وخت په تېرېدو سره یې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د معدې سوخت او درد لاملونه

په ناروي کې ترسره شوې څیړنه وايي : زیات وزن او سګرټ  څکول د معدې …