کور پانه / ادب / روغتیا / که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

که غواړئ د سترګو دید مو کم نه شي حتما یې ولولئ!

له شک پرته مونږ په اګاه یا نا اګاهانه ډول داسې عادتونه خپل کړي چې د وخت په تېریدو سره مو سترګو ته زیان رسوي او د لید کمزورتیا تر څنګ یې د بېلابېلو ناروغیو لامل هم کېږي.

د کاروان روغتیا په دې برخه کې تاسو له یو شمیر هغو عادتونو سره اشنا کوو چې له هغې څخه د ځان ساتلو سره خپلې سترګې له مختلفو ناروغیو او د لید له کمزورۍ څخه ژغورلی شي.

۱– په غځیدلي حالت مطالعه کول سترګې تر ډېر فشار لاندې راولي چې په پیل کې د سترګو درد او وروسته د سترګو کمزورتیا لامل کېږي.

۲– د ځیرک موبایل مخ پاڼې ته زیات کتل د  سترګو اصلي دښمن ګڼل کېږي او په ځوانې کې مو د عینکو کارولو ته اړباسي.

۳– د ډیر وخت لپاره کمپیوټر کارول د سترګو دید کمزورتیا سربیره نورې روغتیا ستونزې هم ورته پیدا کوي.

۴– اوبه د سترګو روغتیا لپاره ډېرې اړینې دي لږې اوبه څښل هم سترګو ته ډېر زیان رسولی شي. همدا راز روغتیاپالان وایي، که یو کس په ورځیني ډول په کافي اندازه اوبه وڅښکي نو د بدن ۸۰ سلنه روغتیایي ستونزې به یې هوارې شي.

همدا راز روغتیا پوهان وايي، ډېری داسې طبیعي خواړه هم شته چې کولای شي سترګې له بېلابېلو ناروغیو وژغوري او یې له لاسه تللی لید بېرته وګرځوي.

د یو لړ روغتیایي څیړنو پربنسټ ګازرې د سترګو لپاره تر ټولو غوره او بهتره طبعې درمل ګڼل شوي دي ځکه چې دغه خواړه په خپل ترکیب کې بیټاکیروټین او ویټامین ای لري چې د سترګو عمومي روغتیا او لید لپاره له اندازې زیات اړین ګڼل کیږي.

د دې سربیره شنه پاڼې لرونکې سبزیجات د لیوټین او زیاکزنټین نومې اکسیډنټ لري چې د عمر د زیاتوالي له امله په سترګو ښکته کیدونکې تورې پردې او په بشپړه توګه د لید د له منځه تللو مخه نیسي.

هګۍ هم د سترګو د روغتیا لپاره له مهمو خوړو څخه ګڼل کیږي د هګۍ ژیړ هم د لیوټین او د هګۍ ژیړ په زیاته اندازه زینک هم لري دغه خواړه هم زیاکزنټین له غوره منابعو څخه دي انسان د سترګو لید د له منځه تللو او نورو ناروغیو څخه ژغورلی شي.

له پورته ذکر شوو خوړو سربیره د ستروس د کورنۍ میوې د توتانو مختلف ډولونه او بادام هم د هغو خوړو څخه دي چې د سترګو عمومې روغتیا او لید لپاره ګټور او اړین مواد لري.

سترګې د بدن تر ټولو نازکو برخو څخه دي او ځانګړی ارزښت لري د سترګو په پاملرنه کې باید له اندازې زیاته پاملرنه وشي تر څو په ژوند کې د الله تعالی له دغه نعمت څخه بې برخې نه شو.

د خپلو سترګو غوره روغتیا او تل پاتې کیدونکي لید لپاره له پورته ذکر شوو عادتونو څخه ځان وژغورئ او ذکر شوې خواړه خپل ورځینې ژوند کې استعمال کړئ که چیرې په کمپیوټر کې کار کوئ له هر نیم یا یو ساعت وروسته دمه وکړئ او سترګو ته د ورزش ورکولو هڅه وکړئ.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د پښو بد بوی لمنځه وړلو اسانه لار

د پښو بد بویي هغه ستونزه ده چې ډېری خلګ ترې زوریږي او نه یوازې …