کور پانه / ادب / روغتیا / که شنه دڼیا په اوبو کې مخلوط کړئ او بیا یې وڅښئ، له ګټو یي ځان خبر کړئ

که شنه دڼیا په اوبو کې مخلوط کړئ او بیا یې وڅښئ، له ګټو یي ځان خبر کړئ

شنه دڼیا په خواړو کې خورا ښه خوند لري مګر که چیرې شنه دڼیا په اوبو کې واچول شي او بیا دا اوبه وڅښل شي نو دا به زمونږ په روغتیا خورا ښه اغېز وکړې.

په شنه دڼیا کې ویټامین کی، سي، ای، کالوري او منرالونه شتون لري چې زمونږ د روغتیا لپاره جالبې او حیرانوونکې ګټې لري، دلته یې په ګټو باندې غږېږو.

شکر ناروغي:

د برتانیا د تغذیې ژورنال پر وېنا، د شنې دڼیا اوبه څښل د بدن لپاره خورا ښه دي او دا په بدن کې د انسولین زیاتوالي لامل کېږي او د شکرې ناروغۍ په کچې ټیټولو کې مهم رول لري.

کولیسټرول:

که تاسو په بدن کې د کولیسټرول کچې لوړېدو په اړه اندیښمن یاست ، نو د شنې دڼیا اوبه څښل ستاسو په بدن کې د کولیسترول کچه لوړېدو څخه مخنیوي کې مرسته کوي او دغه راز د وینې فشار باندې هم مثبت اغېز کوي.

د هاضمي سیستم:

د دڼیا اوبه په خپل ترکیب کې د مختلفو مغذي موادو څخه بډایه دي؛ او د هغې اوبه څښل معده پیاوړې کوي او د هاضمي سیسټم موثریت ته وده ورکوي.

ځیګر ناروغۍ:

دغه راز له نورو ګټو سربېره، د شنې دڼیا اوبه څښل زمونږ د ځیګرې ناروغۍ پر وړاندې مقاومت کې خورا اغېزمن رول لري، د شنې دڼیا یو ګیلاس اوبه څښل زمونږ د ځیګرې ناروغۍ څخه په مخنیوي کې کلیدي رول ادا کوي.

د جوړوتو تګلاره:

لومړی څه اندازه ګشنیز راواخلئ او پاک یې ومینځئ. بیا یې میده، میده کړئ. ورسته میده شوي ګشنیز په اوبو کي د لسو دقیقو لپاره و ایشوئ. د څو دقیقو لپاره يې پرېږدئ چي یخ شي، وروسته یې تر یوې پاکي صافې وباسئ (فلټر کړئ) تر څو د ګشنیزو خالصي اوبه پاته شي. د دڼیا خالصي اوبه په یخچال او یا هم یخ ځای کي کښېږدئ او یو، یو ګلاس د ورځي ورڅخه چیښئ.

دڼیا ( ګشنیز ) خپل جوړښت کې مګنیزیم لري،مګنیزیم د اعصابو د آرامتیا سبب ګرځي،د شپې وړاندې له ویده کیدو یې وخورئ او آرامه خوب ولرئ.

. كاروان

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …