کور پانه / ادب / روغتیا / که د خولې او غاښونو حفظ الصحه مراعت نه کړو څه پېښېږي؟

که د خولې او غاښونو حفظ الصحه مراعت نه کړو څه پېښېږي؟

دا چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی او د اجتماعي اړیکو له مخې له انسانانو سره د ناستې، ولاړې خبرو ، اترو مناسبات او اړیکې لري،نو اړینه ده د ټول وجود د پاکوالي تر څنګ د خولې او غاښونو حفظ الصحې ته خاصه پاملرنه وکړي.

د غاښونو پاک ساتل نه یوازې د انسان په ظاهري ښکلا کې اغیزمن رول لري، بلکې ټولنیزو اخلاقو او ادابو ته د احترام تر څنګ د زیات شمیر وژونکو ناروغیو د خپریدو او منځ ته راتلو په مخنیوي کې هم مهم رول لري.

راځئ لاندې پوښتنې ځواب کړو:

ولې مو غاښونه خرابیږي؟

له غاښونو څخه د بې پروایې له امله کومې ناروغۍ رامنځ ته کیدای سي؟

څه ډول د غاښونو له رژیدو او خرابیدو مخنیوی کوای سو؟

لومړی:

د غاښونو د خرابیدو عوامل:

ــ مختلف ډوله الکولي مشروبات

ــ نشه یې توکي

ــ قندي مواد

ــ غذاګانې

ــ قوي دواګانې

ــ عمر

ــ ارثیت

ــ ضربه

ــ یو شمیر نور عوامل …

د خولې او غاښونو د حفظ الصحې نه مراعتول کومې ناخوالې رامنځ ته کوي؟

ــ د ستوني امراض

ــ د وریو التهاب(Gingivitis)

ــ تنفسي ستونزې او مشکلات

ــ د خولې سرطان

ــ د غاښونو رژیدل،ماتیدل او توییدنه

ــ نور….

څه ډول د غاښونو له خرابیدو مخنیوی کوای سو؟

ــ تر هر ټولو مهمه حفظ الصحه د غاښونو لپاره د بورس او کریم استعمال ده

د شپې لخوا تر څملاستو وړاندې او سهار د خوړو تر خوړلو وروسته په ښه طریقه د غاښونو بورس کول مو د خولې له ناروغیو او د غاښونو له رژیدلو ژغوري.

ــ د محمدي سنتو له مخې د اودس پر مهال د مسواک استعمال د غاښونو د سلامتیا لپاره غوره عمل ده.

ــ په زیاته اندازه د پاکو او صحي اوبو څښل

ــ د خوړو له خوړلو وروسته د مخصوص تار په واسطه له غاښونو څخه د غذایي پارچو او پاتې شونو لرې کول.

ــ د زیاتو خوږو او قندي موادو له خوړلو ډډه.

ــ سهار لخوا د شیدو څښل مو غاښونه پیاوړي کوي.

ــ د لیمو او ګرمو اوبو په محلول مو خوله د ورځې لخوا دوه ځلي غرغړه کړئ.

ــ د سوډا،لیمو،او مالګې مخلوط مو د ورځې دوه ځلې د غاښونو د بورس کولو لپاره مهم وګڼئ.

پاملرنه:

زیات هیوادوال مو د غاښونو او خولې له حفظ الصحې سره چندان لیوالتیا نلري.

علت یې هم شاید دا وي چې د خولې او غاښونو له ناپاکۍ سره د تړلې ناروغیو په ناخوالو نه پوهیږي.

په هر حال ما د خپل وس مطابق یو څه کم معلومات ولیکل هیله ده ترې ګټه واخیستل شي.

نوټ: د غاښونو پورې د مربوطه نورو ناروغیو او ستونزو لپاره کولای سئ د غاښونو مربوط ډاکتر ته مراجعه وکړئ

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …