کور پانه / لوبې / افغان کرکټ / کرکټ: نن افغانستان له ویسټ انډیز سره لوبېږي

کرکټ: نن افغانستان له ویسټ انډیز سره لوبېږي

د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام تمریناتي لوبو په لړ کې نن د افغانستان او ویسټ انډېز ترمنځ سیالۍ ترسره کېږي.

دغه سیالۍ نن چهارشنبه د روان ۲۰۲۱ کال اکټوربر میاشتې په ۲۰مه نیټه د افغانستان پر وخت شپږ بجې او ۳۰ دقیقې په دوبۍ نوړیوال لوبغالي کې ترسره کېږي.

د مالوماتو له مخې دغه سیالۍ په رسمي بڼه د ملي سپورټ تلویزویون له لارې خپرېږي.

یاده دې وې چې افغانستان او ویسټ انډېز دواړو خپله لومړنۍ تمریناتې لوبې بایللي دي.

افغانستان خپله لومړنۍ لوبه سویلي افریقا ته د ۴۱ منډو په توپیر وبایلله ویسټ انډېز بیا خپله لومړۍ لوبه پاکستان ته وبایلله.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

افغانستان نېمبیا ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه

افغانستان د ای سي سي شل اوریز نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله …