کور پانه / ادب / روغتیا / کرونا، انفلوآنزا او زکام ناروغۍ څنګه وپیژنو؟

کرونا، انفلوآنزا او زکام ناروغۍ څنګه وپیژنو؟

د کرونا ویروس او انفلوآنزا تر منځ یوشان نښې د دې لامل کیږي له یو بل سره یې تشخیص ستونزمن شي.

وروسته له هغو چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لسګونو زرو کسان د کرونا په ویروس اخته شول اوس زمونږ د هېواد تر پولو راورسید او په ګاونډي هېواد ایران  کې یې هم شاوخوا د ۲وو کسانو ژوند واخیست.

د کروناویروس او انفلوانزا تر مینځ یوشان نښې ، په تشخیص کې لویه ویره او اندیښنه راپورته کوي. په هرصورت ، ځینې نښې شتون لري چې د دې ناروغیو تشخیص اسانه کوي.

 د انفلوانزا معمولا تبه او لرزه ، شدیده ستړیا ، د بدن درد او خواګرځیدل یې نښې دي. په یاد ولرئ چې پوزې څخه دې ابو راتلل د زکام ناروغۍ نښې دي نه دې انفلوانزا، د دې دواړو ناروغیو یوشان نښې نښانې د شمالي ټوخي ، د ستوني درد او سر درد دی.

کورونا ویروس هم دې ته نږدې او ورته نښې لري ، په دې توپېر سره چې د کرونا ویروس ناروغانو ټوخی وچ وي. د هغې څېړنې په پایله کې چې تېره اونۍ ترسره شو د کرونا ویروس نښې نښانې یې داسې ښودلي، تب، ټوخی او د ساه لنډوالی دی.او یوازې پنځه ناروغانو د پوزې اوبو راتلل او ستونې درد درلوده.

د یادولو وړ ده چې تر دې مهاله پر کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې ۷۴۵۴۶ کسان اخته شوي او شاوخوا ۲۱۱۸ کسانو د دغه وژونکې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …