کور پانه / خبرونه / کاکتوس او د خوړلو حېرانوونکې ګټې یې

کاکتوس او د خوړلو حېرانوونکې ګټې یې

کاکتوس چې ډېری خلګ یې د ازغي لرونکي ناک (Prickly pear) په نوم پېژني، هغه مېوه ده چې د نوپال کاکاتوس (Nopal Cactus) پر پاڼو را شنه کېږي. د مالوماتو له مخې د امریکا په شمال او جنوب کې تر اوسه پورې لږ تر لږه ۲۰۰ ډوله کاکتوس موندل شوي دي چې له دې ډلې ډېر لږ یې داسې دي، چې مېوه یې د خوړلو وړ ده، پاتې نور یې زهري او یا هم ډېر ترخه دي.

نوپال یې تر ټولو مشهوره ده چې په خام او پاخه دواړو ډولو خوړل کېږي او په پخلي کې هم ترې ګټه اخیستل کېږي.

 دغه مېوه په ډېری درملو کې هم کارول کېږي او د ډېرو ناروغیو د درملنې لپاره خورا ګټوره هم بلل شوې ده.

کاکتوس په زیاته کچه وېټامین سي، وېټامین بي او مغزي مواد لکه مګنیزیم، پوتاشیم، کلسیم، مس او فایبر لري.

دغه مېوه د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي، غاښونه او هډوکي کلکوي، د غذا په هضم کې مرسته کوي، زړه قوي کوي، د سرطان ضد ځانګړنه لري، وزن کموي، التهابي خاصیت لري، د شکرې ناروغۍ مخه نیسي او له منځه یې وړي، له سټرېس سره مقابله کوي او په بدن کې د وېټامین سي کچه تنظیموي

سربیره پر دې ډېرې نورې ګټې هم لري، خو روغتیا پالان وایي، که یې په خوړلو کې یې زیاتی وشي، کېدای شي ځینې جانبي عوارض هم رامنځ ته کړي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

لومړۍ ODI لوبه، لومړۍ سلېزه او لومړی ریکارډ

د افغانستان کرکټ ملی لوبدلې اوپینر توپ وهونکي رحمن الله گربز نن د ایر لینډ …