کور پانه / ادب / روغتیا / کاهو او ناويل شوې ګټې یې

کاهو او ناويل شوې ګټې یې

کاهو چې په عربي کې ورته (خس) او په ترکي کې ور ته (خاس) وايي، د سلولوز موادو له جملې څخه شمېرل کیږي، چې ډېره ښکلې بڼه لري او په تېز سرعت سره هضم کیږي.

د خوړو په برخه کې پوهان وايي، چې کاوو د (A.B.C) ویټامینونو درلودونکی دی، او همدا شان د کاهو په پاڼو کې ویټامین (E) کشف شوي دي، چې د نسل د پيدایښت سبب ګرځي.

کاهو اراموونکی خاصیت لري چې وینه تصفیه کوي، قبضیت او لوږه له منځه وړي، د مخ د قیافې ښایستوالی ساتي.

تحقیقات ښيي چې د کاوو پر اوبو مخ مینځل، مخ ته ښایسته بڼه ور بښي.
علماء د کاهو په اړه وایي، کاهو د سلفیډ، سلفایت، فاسفوریک اسید، مس، کاربونینټ او داسې نورو موادو لرونکی دی.

کاهو د وینې د بهېدو او د وېښتو د تویېدو او سپینېدو مخه نیسي، کاهو په اشتها پیدا کولو او د مخ په ښایستوالي کې مهم رول لوبوي، همدا راز بې خوبي، لوږه، د هډوکو بخار، له منځه وړي، وینه منځ ته راوړي، د معدې درد، سر درد او د هډوکو درد اراموي، او داسې نورې ډېرې ګټورې فایدې لري.

پوهان وايي، باید کاهو له ډوډۍ وروسته ښه وژول شي، او بیا وخوړل شي تر څو ګټور ثابت شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

مسج کول مو فشار ټیټوي-څېړنه

پوهانو وايي: دټیلفون له لارې دلنډو پیغامونوSMS لیږد له سړی سره دا مرسته کوي، چې …