کور پانه / خبرونه / کابل کې د ښاروالۍ ۲۰۰ نویو ښاري بسونو فعالیت پیل کړ

کابل کې د ښاروالۍ ۲۰۰ نویو ښاري بسونو فعالیت پیل کړ

د کابل ښاروالی وایي، کابل ښار کې د ترانسپورټي اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه ۲۰۰ نویو ښاري بسونو خپل فعالیت پیل کړ.

د یادې ښاروالۍ له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، دغه ۲۰۰ بسونو د کابل ښاروالۍ له لوري تر څلور میاشتو مسلکي او تخنیکي څېړنو وروسته نن په ازمایښتي ډول خپل فعالیت ترسره کړ.

د کابل ښاروال داوود سلطان زوی په خبر پاڼې کې زیاته کړې، دغه بسونه یې د ښاري ګڼې ګوڼې له منځه وړلو او ښاري نظم رامنځ ته کولو په موخه وړاندې کړي دي.

د مالوماتو له مخې دغه بسونه د ای سي معتبرې کمپنۍ له لوري پیرل شوي چې په یوه وخت کې د ۳۰ مسافرو د لېږد وړتیا لري.

ټاکل شوې چې دغه بسونه به د ښاروالي له لوري په مجهز ډول له جوړو شویو پنځو ترمینلونو او ۲۶۴ تمځایونو څخه د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ښاریانو د سهولت په موخه فعالیت وکړي.

تر دې وړاندې هم کابل ښار کې ورته ملي بسونو فعال پیل کړی وو خو د ناسم مدیریت له کبله یې چارې ټکنۍ او بلاخره بیخي له منځه لاړې.

خو دا ځل ښاریان تمه لري چې دا بسونه به د تراسپورتي ستونزو او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره ګټور تمام شي او وایي، دا کار هغه وخت شونې ده چې حکومت په دې برخه کې د یو منظم سیستم له لارې پر مخ لاړ شي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

لومړۍ ODI لوبه، لومړۍ سلېزه او لومړی ریکارډ

د افغانستان کرکټ ملی لوبدلې اوپینر توپ وهونکي رحمن الله گربز نن د ایر لینډ …