کور پانه / ادب / روغتیا / ښه هنډوانه څنګه وپېژنو ؟ او روغتیایي ګټې یې

ښه هنډوانه څنګه وپېژنو ؟ او روغتیایي ګټې یې

د طبیعت له پلوه طبیبانو هندواڼه دویمه درجه لمده یخه مېوه ښودلې ده. او وايي، چې دوېنې او صفراء ګرمي او سودايي ناروغۍ له مينځه وړي.

دهندواڼې دخوړلو له امله ډکې متیازې په خلاص ډول کيږي.اوهمدا رنګه د محرقې تبې (ټايفايډ) لپاره هندواڼه له درمل څخه کمه نه ده، خوکه له سکنجبين سره یوڅای وخوړل شي د ژېړي مخه د (هيپټوکیم) او (هيپامرز) په څير نيسي. سره له دې دمثانې دتيږو په ایستلو اوختمولو کي هم مرسته کوي.

په خزائن الادويه نومې کتاب کې علامه نجم الغني دهندواڼې دزيان په اړه داسې ليکلي.

له ‌ډوډۍ خوړلو دمخه هندواڼه بد هضمي پیدا کوي، ژر نه هضمږي او په نس کي باد پيدا کوي.

له وریجو سره يو ځای خوړل یې بلغمي ناروغۍ راپنځوي او قوت باه (شهواني قوت) له مېنځه وړي.

زاړه ‏‏‏‏‏‏‏‏خلک بايد هندوڼه له ګبين سره يوځای وخورئ.

دغه میوه کې د انتو اکسیدینت، امینو اسیدونه او پوتاشیم او همدا شان د۹۲ سلنه اوبو په لرلو سره د انسان په وجود کې د وینې د حرکت په چټکتیا او د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.

د ښې هنډوانې نښې: د ګوتې د نوک په وسیله وهل چې د (ډوب ډوب) اواز یې پوخوالی په ګوته کوي، همدارنګه د هنډوانې د پوستکي د پاسه سپین ژیړ رنګي خالونه د ښې هندواڼې نښه یادوي دې ته ورته د پوست د پاسه وچې نښې د خوږې هندواڼې او اوږده هنډوانه د زیاتو اوبو او ګرده هندواڼه د خوږوالي په نوم یادوي، خو زیاتوي هغه هندواڼه چې بیخ یې شین وي (لکه زمونږ په اصطلاح بیخ دې شین شه) نو مه یې اخلئ.

خو هیره دې نه وي که څه هم هندواڼه ډیرې ګټې او ښیګڼې لري، خو که له حده مو زیاته کړه خون مو تر خپلې غاړې ځکه چې زیاته هندواڼه خوړل مو په ګیده کې درد او اسهال ناروغي رامنځته کوي.

ژباړه: محمد يونس

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د فشار ناروغي او درملنه یې

High Blood Pressure or Arterial Hypertension دوينې لوړ فشار، هغه ناروغي ده چې په سلګونو …