کور پانه / ادب / ژوند کې د موخې « هدف» لرل ولې مهم دي؟

ژوند کې د موخې « هدف» لرل ولې مهم دي؟

په تر ټولو لمرینه ورځ، تر ټولوپیاوړی زره بین هم کاغذ ته اور نه شي اچولی، ستا لاسونه دهغه دنیولو پر همال ښوري او وړانګې يې متمرکزې نه وي. خو که  دې  لاسونه ونه ښوري او وړانګې يې متمرکزې شي حتما به کاغذ  اور واخلي او په اصل کې همدا د تمرکز ځواک دی.

یو شړی چې په سفر روان و، د یوې دوې لارې په لومړۍ برخه کې ودرېد او له یوه سپین ږیري يې وپوښتل : « دغه سړک به مې کوم ځای ته ورسوي؟» سپین ږیري پوښتنه ترې وکړه: « ته چېرې غواړې ولاړ شې؟» سړي ځواب ورکړ: « نه پوهېږم.»

سپین ږیري ځواب ورکړ: « نو په هر یوه چې ولاړ شې توپیر نه کوي.»

څومره سمه خبره يې ورته کړې ده. کله چې موږ نه پوهېږو چېرې ځو هره  لاره  مو یو ځای ته رسوي.

د فوټبال یو ټیم په نظر کې ونیسئ چې له هره  اړخه له یوې بلې لوبډلې سره لوبې ته چمتو دی؛ خو د لوبې تر پیل وړاندې یو کس راځي او د ګول دواړه دروازې په بشپړ ډول له منځه وړي.

له لوبې سره څه کېږي؟ نور نو هېڅ نه پاتې کېږي. څه ډول پایله  معلوموې؟ څنګه به  پوهېږې چې بریالی شوی يې؟

له لارښود پرته شور  او شوق د اور په څېر دی چې هر څه له منځه وړي.

موخې په اصل کې موږ ته د لارښوونې حس را کوي.

ځي؟ د دې پوښتنې واضیح ځواب نه دی. بیا نو ولې خلک د ژوند پر داسې مسیر روان دي چې نه پوهېږي، کوم لوري ته روان دی؟

خوبونه

خلک  د خوبونو، هیلو او اهدافو ترمنځ توپیر نه شي کولی. خوبونه  او هیلې تر لېوالتیا پرته بل څه نه دي او لېوالتیا کمزورې ده. لېوالتیا هغه وخت پیاوړې کېږي چې لاندې موارد يې ملاتړ وکړي:

لارښوونه

ژمنتیا

تشخیص

نظم

ضرب الاجل

پورتني هغه موارد دي چې د لېوالتیا او هدف ترمنځ د توپیر د ټکو په  توګه يې یادولی شو. اهداف هغه خوبونه دي چې ضرب الاجل ورته ټاکل شوی او عملي پلان ورته  جوړ شوی وي. اهداف ښايي ارزښتمن وي یا هم بې ارزښته. دامینه ده چې اهداف پر واقعیتونو بدلولی شي، نه تمه.

پر واقعیت د اهدافو د بدلون پړاوونه په لاندې ډول دي:

۱ . څرګند او لیکل شوي اهداف

۲ . هغوی ته د رسېدو لپاره  عملي پلان

۳ . په ورځو کې د پورتنیو دوو توکو دوه ځله لوستل

ژباړه: محمد سلیمان

. موسی وياند

دا هم ولولئ

زمونږ هر احساس موږ ته څه پیغام لري؟

د انسانانو ژوند له ګڼو ښو او بدو پیښو سره تړلی دی. چې هر څوک …