کور پانه / ادب / چاته باسواده يا د زده کړو لرونکی ويلی شو؟

چاته باسواده يا د زده کړو لرونکی ويلی شو؟

لومړی؛ هغه کس ته چې په ښه ډول د هغو شرايطو د مديريت وړتيا لري چې په نا څاپي ډول رامنځته کېږي او هغه چې شرايط له را منځته کېدو سره سم درک کړي او په ندرت د هغوی د حل لپاره د سمې لارې په ټاکنه کې تېروتنه وکړي.

بل هغه کس چې له خلکو سره په راکړه ورکړه کې  صادق وي او په نورو کې د هغو خصوصياتو د تحمل وړتيا ولري چې د ده نه خوښېږي او له خپلو همکارانو سره تر هغه حده سم چلند وکړي چې د انسان په وس پوره وي. پر دې سربېره هغه کسان باسواده يا د زده کړو لرونکې بللی شو چې تل پر خپلو غوښتنو کنټرول لري، بدبختۍ ته نه تسليمېږي او په زړورتيا يې پر وړاندې درېږي.

 تر ټولو مهمه دا چې د برياليتوب پر مهال غرور نه کوي او خپل اصليت نه هېروي. خپل ځای ځايګی درک کوي، ځکه پوهېږي چې روڼ اندی دی او که په اتفاقي ډول کوم برياليتوب تر لاسه کړي،  د ډېرې خوښۍ څرګندونه نه کوي.

 لنډه دا چې د زده کړو لرونکي هغه کسان دي چې په هر ډول شرايطو کې وړتيا او زړورتيا د ځان لپاره غوره کوي. لکه دوی چې ذکاوت ته پر حماقت او ښو ته بر بدو ترجيح ور کوي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …