کور پانه / عمومي مالومات / جالب / څېړنه-که واده ونه کړئ ۱۵۰ کاله عمر به وکړئ

څېړنه-که واده ونه کړئ ۱۵۰ کاله عمر به وکړئ

دبیوکیرونټولوژیکوڅیړنو دمرکز عمومي مدیر پروفیسور جاورنکوف وايي:

ما داسې یو راز موندلی،چې له مخې یې ۱۵۰ کاله ژوند شونتیا لري، دا راز دادی،چې واده ونه کړئ، کورنۍ ونه لري او دشونتیا تر بریده له جنسي اړیکو څخه سړی ځان لرې وساتي.

دا ۳۶ کلن پروفیسور وايي:

زه په هیڅ صورت  دمرګ/ مړینې لپاره کوم پلان نه لرم ، خو دا هم نه خوښوم،چې دتل لپاره ژوندی پاتې شم، دا غواړم، چې ووایم که تاسې وغواړئ نو کولای شئ، چې ځانته دعمر موده وټاکئ، دا چاره تر ډیره له دې سره تړاو لري،چې څه ډول ژوند کوئ.

پروفیسور جاورنکوف له نورو هغو پوهانوسره، چې دنوبل جایزه یې تر لاسه کړې ده د عمر د ډیریدو په برخه کې ګډې څیړنې کړې دي او خپلې موندنې او تجربې یې ورسره شریکې کړې دي، نوموړی وايي:

طبي پرمختګ، واکسین، واده نه کول، اولاد نه زیږول ټول هغه لاملونه دي،چې دانسان عمر اوږدوي.

دپروفیسورجاورنکوف دخپلو څیړنو له لارې هڅه کوي،چې د سپین ږیرو او زړو د روغتیا او اوږد عمر لپاره لارې چارې راوباسي،نوموړی په خپل کتاب ( ځوان نسل) کې لیکي: که دا سپارښتنې په پام کې ونیول شي ددې شونتیا شته، چې عمر مو اوږد شي .

دا پوه زیاتوي:

داوږد عمر یو راز دادی،چې په ټوله مانا له جنسي اړیکو ځان وژغورل شي، اولاد ونه زیږول شي، ان له مادي څیزونو لاس واخستل شي هغه وايي :

دا ټول څیزونه بشري ځواک له منځه وړي اویا یې کمزوری کوي، دانسان بدن له اصلي جادې څخه  بلې خوا ته روانوي، که دا نه وي کېدای شي انسان ۱۵۰ کاله ژوند وکړي.

روهیټ ټلوار، چې ښوونځیو او شرکتونو سره دسلاکار په توګه کار کوي وايي: دنن ورځ ماشوم به دا اټکل وکړي،چې ۱۲۰ کاله ژوند وکړي او تر ۱۰۰ کلنۍ پورې کولای شي کار او دنده ترسره کړي.

دروغتیا نړیوال سازمان کارپوهان هم اټکل کړی دی،چې کېدای شي په نږدې راتلونکی کې دانسان عمر ۱۰۰ کلونو ته ورسیږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …