کور پانه / ادب / روغتیا / څېړنه: غالمغال مو د زړه په ناروغۍ اخته کوي

څېړنه: غالمغال مو د زړه په ناروغۍ اخته کوي

په امریکا کې ترسره شوې څېړنه وايي: هغه کسان، چې په پرلپسې توګه په داسې ځای کې کار او فعالیت کوي،چې هلته ډېر شور او غالمغال وي، کېدای شي د زړه پر ناروغۍ اخته شي.

څیړونکو دخپل تیزس لپاره دا دلیل وړاندې کوي که یو څوک دکار قانوني عمر ته رسیدلې وي او د اوریدو ستونزه لري دا د ډیر وخت لپاره دغالمغال او شور پایله ده.

پخوانۍ څیړنې وايي: دکار په ځای کې دشور او غالمغال او د زړه ناروغۍ، لوړ فشار او نورو ناروغیو تر منځ تړاو شته.

دا څېړنه، چې د۲۰۰۴-۱۹۹۹ ز کلونو ترمنځ ترسره شوې ده او ۵۲۲۳ وګړو، چې عمرونه یې د ۶۹-۲۰ کلنۍ ترمنځ و،ونډه اخستې ده.

څیړنه وايي: هغه خلک،چې داوریدو ستونزه لري ، ددې احتمال شته،چې دوی دعادي او نورمال وګړو په پرتله ۲٪ د زړه له ناروغۍ سره مخ شي.

کوم وګړي،چې په داسې چاپیریال کې کار کوي،چې هلته شور زیات وي ددې احتمال شته ۴٪ د زړه له ناروغۍ سره مخ شي، د زړه ناروغیو متخصص ډاکتران وايي:

که دکار په ځای کې شور ډیر وي باید سړی خپل غوږونه پټ کړي،چې دشور او غالمغال کچه یو څه کنترول شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …