کور پانه / ادب / روغتیا / څېړنه: سره زر خفګان راولې

څېړنه: سره زر خفګان راولې

په کاناډا کې نوې ترسره شوې څېړنه وايي : سره زر او ګاڼه دخپګان لامل ګرځي او کوم کسان، چې سره له ځان سره ګرځوي کېدای شي پر رواني ناروغیو اخته شي.

په کاناډا کې دکارلتون پوهنتون څیړونکي وايي : له ګرانبیه معدن جوړ شوې ګاڼې که له یوې خوا د دماغ چارې فعالوي، خو له بلې خوا بیا دبدن غذايي سیستم له ستونزو سره مخ کوي او پردې سربېره هغه کسان، چې سره زر کاروي دوی له منفي عاطفي جریان سره مخ کیږي .

دا پوهان دې دڅېړونې پرمهال دې پایلې ته رسیدلي چې په زرګونو کسانو کې برخه اخستې ده ان ځینو خو له ځانه سره زره هیڅ نه لري کوي ، کوم وګړي، چې سرو زرو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي دوی دنورو هغو په پرتله دنیکمرغۍ څښتن او له رواني اغیزو سره ښه مقاومت کولای شي.

پوهان وايي:سره زره دانسان انرژي له منځه وړي دوی سپارښتنه کوي هغه کسان،چې دورځې په اوږدو کې سره ګرځوي باید دخوب پرمهال سره زر له ځانه لرې کړي .

خو سپین زر بیا اعصاب اراموي او سردرد له منځه وړي

د یادونې ده، چې ارواپوهانو له ډېره پخوا دسرو زرو پر منفي اغیز خبرې کولې، خو په دې اړه یې علمي څېړنه نه وه کړې د کارلتون پوهنتون څېړنه لومړنۍ هغه ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …