کور پانه / ادب / روغتیا / څه وڅښکو چې مغز مو فعاله کړي؟

څه وڅښکو چې مغز مو فعاله کړي؟

د بهداشت نیوز راپور له مخي، د روسيې هېواد اعصابو متخصصه ایرنیا خوینګیا لارښونه کړې چې د قرنطین پر مهال دې خلک په کورونو کې د کاکائو او جنسینګ لرونکي څښاکونه  وکاروي.

ډیری خلک هڅه کوي ترڅو خپله ستړیا د چای یا قهوې په مرسته لمنځه یوسي خو یوازې دوه یا درې ګیلاسه په ورځ کې څښکلو سره د هغه اغیزه حس کولای شئ. او که چیرته ډيره مو وکاروله نو برعکس پایله ورکولای شي.

د ستړیا له منځه وړلو او د ځواک بېرته  لاسته راوړلو  لپاره یوه ښه طریقه د جنسېنګ بوټي لرونکی څښاک ده داسې چې دوه یا درې څاڅکې د جنسینګ په یو ګیلاس اوبو کې واچول شي او په ورځ کې دوه ځله وکارول شي تر څو دکار وړتیا مو په ورځ کې د اوږده مهال لپاره تامینه شي.

کاکائو د دې تر څنکه چې د مغز کار ته چټکتیا ورکوي مغز ته ارامتیتا هم ورپه برخه کوي چې د کار په وخت کې د اهمیت وړ ده.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې …