کور پانه / عمومي مالومات / څنګه پر خپلې حافظې حاکمیت پیدا کړو؟ مهمې تګلارې

څنګه پر خپلې حافظې حاکمیت پیدا کړو؟ مهمې تګلارې

کله چې تاسې پر خپلې حافظې حاکیمت (کنټرول) ونه لرئ نو ستاسو احساسات او افکار به له ګډوډۍ سره مخ شي. تاسو ممکن ځینې وخت په ځان ډول ډول شکونه وکړئ او د ځان په اړه به ډیری منفې کړنې تاسې ته ښکاره شي په داسې حال کې چې تاسو به بیخې داسې ونه اوسئ لکه څنګه چې ستاسو په اړه خپل فکر دی.

نو څنګه کولی شو چې د ځان په اړه مثبت فکر ولرو او څنګه پر خپلې حافظې حاکمیت پیدا کړو؟ د دې ستونزې د حل لپاره ممکن دا ځانګړې مقاله له تاسې سره مرسته وکړې.

د ځان په اړه پلټنه وکړئ

هر څوک د ځان په اړه کولی شي پلټنې وکړې مګر د دې لپاره چې په بشپړ ډول خپل ځان درک کړو نو اړینه ده چې د ځان موندلو لپاره یو مناسب وخت وټاکو او په هماغه وخت د ځان په اړه له خپل فکره وپوښتو؛ د ځان په اړه تل مثبت تصور وکړئ ځکه دا چاره به له تاسو سره مرسته وکړې چې پر خپلې حافظې حاکمیت ومومئ او له منفیاتو مو وژغوري.

پر ځان باور ولرئ

که چیرته تاسې باور ونه لرئ چې تاسو شیانو ته بدلون نه شئ ورکولی نو په حقیقت کې تاسو به د بدلون لپاره هم ګړندي ګامونه وانخلئ. پر حافظې د حاکمیت ترلاسه کولو لپاره پر ځان باور درلودل لومړنی شرط دی.

د خپلو وړتیاوو په اړه خوشبین اوسئ

پر خپلو شتو وړتیاوو وویاړئ او په خپل بدني ترکیب کې خپل ځان یو باچا وبولئ. تاسو خورا زیات څیزونه لرئ چې د ترلاسه کولو لپاره یې یوازې هڅه او هوډ مهم دی. څیړنې ښایي هغه کسان چې پر خپلو وړتیاوو فخر کوي دوی په ټوله کې پر خپلې وړتیا حاکمیت لري او له هغو مخکښ دي چې پر خپلو وړتیاوو هېڅ تمرکز نه کوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

څنګه وېره له منځه یوسو؟

هر څوک کله نا کله ډار/وېره تجربه کوي. ډار کولی شي چې احتمالي ډول باندې …