کور پانه / ادب / روغتیا / څنګه خپله اشتها ډېره کړو؟

څنګه خپله اشتها ډېره کړو؟

څه وخورم؟

له لاندې ذکر شویو خوړو څخه هر یو یې د اشتها ډېریدو لامل کېږي. البته د اغیزو میکانیزم یې بیا د هر یو توپیر کوي، او کیدای شي په ټولو کسانو یوی ډول اغیز ونه کړي ځينو کې منفي او پر ځینو مثبته اغیز وکړي؛ د بیلګې په ډول دغه غواړه په سنتي طب کې د اشتها ډېرولو لپاره توصیه کېږي چې د کاروان روغتیا برخه کې مو تاسو ته په لاندې ډول ذکر کړي دي:

زردچوبه

جینسینگ

ماستې

 

مرکبات

 

د بوټو چای

 

انګور

 

نعنا

 

د خرما د زړيو غوړ

 

د زنجبیل ریښه

پاملرنه

د دې ترڅنګ ډېر داسې نور شیان هم شته چې د اشتها په راوستلو کې له تاسو سره مرسته کولای شي، خو باید په یاد ولرئ چې دا کار په دوامداره ډول تر هغه وخته تر سره کړئ تر څو  موخې ته ورسږئ.

په ډېر عمر لرونکي کسانو کې د اشتها ډېریدلو لار

په هغه ډېر عمر لرونکي کسانو کې چې د پرکاری تیروئید پر ناروغۍ نه وي اخته د اشتها راوستلو یوه اسانه لار د خوړو خوړلو منظم مهالویش جوړول دي، هیڅ کله داسې مه کوئ چې د ډوډۍ خولړلو راتلونکې وخت لپاره ډېر انتظار وباسئ تر څو ډېر وږي شي یا په یو وخت دومره خواړه وخورئ چې د خوړلو بل وخت ته وږي نه شئ.

د لویو او ډېرو خوړو وختونه په کوچنیو او لږ خوړو بدل کړئ، دا کار به تاسو سره د اشتها په رواوستلو کې ډېره مرسته وکړي. ځکه چې دا کار د وخت په تېریدو سره ستاسو معده په ډېره اندازه خوړو خوړلو ته تیاره وي. نو له همدې کبله داسې توصیه کېږي چې د وخت په تیریدو سره په منظم ډول د خپلو مړیو په شمېر کې ډېروالی راولئ.

د تغذې ډېری پوهان په دې باور دي چې په خپل ورځیني خوراکي ریژیم کې د پروټیني خوړو اضافه کول د اشتها ډیریدو لامل کېږي.

له یاده مه باسئ چې د اشتها دېریدو مهمه لاره خپل اخیستونکې کالري ته پاملرنه کول دي، نو له دې کبله له هغه خوړو ځان وساتئ چې په ډېرې کچې خو بې ارزښته کالري لري، لکه فاسټ فوډ.

د اشتها ډېرولو شربت

طبیعي بوټي او شربتونه یې لکه د زنجبیل، ګل میخک، له هیل سره چای او ګل ګوزبان ګل هم د اشتها په ډېرولو کې خواره مهم رول لري.

. وياند

دا هم ولولئ

که دغه څلور عادتونه لرئ ژر تر ژره يې پرېږدئ!

پدې لېکنه کې مو هغه عادتونه په اړه مالومات راټول کړي کوم چې د روغتيا …