کور پانه / ادب / روغتیا / پیاز مو له بدن سره څه کوي؟ پیاز خوړونکي دې ولولي

پیاز مو له بدن سره څه کوي؟ پیاز خوړونکي دې ولولي

۱- د بدن ایمني سیستم تقویه کوي.

۲- د وېنې قند تنظیموي.

۳- التهاب کموي.

۴- بدن د مکروب پر وړاندې قوي کوي او یو طبیعي انټي بیوټیک دی.

۵- د مکروب له کبله رامنځ ته شوې ناروغۍ درملنه کوي.

۶- د زکام، ټوخې، تبې او ستونې درد درمل دي.

۷- التهاب او د مفصلونو دردونه کموي.

۸- د پیاز او کورکمن اوبه سره ترکیب کړئ او پر پوستکي مو ووهئ، دغه ترکیب د جلد لکې له منځه وړي.

۹- د غوږ درد تسکینوي.

۱۰- د غاښونو له رژیدو مخنیوی او د غاښ درد کموي.

۱۱- د ماشومانو د معدې چینجي لمنځه وړي.

۱۲- د پیازو اوبه په سر وهل مو د سپږو له غمه خلاصوي.

۱۳-پیاز د هډوکو کلکوالي لپاره ډېر ګټور دي

څېړنو ثابته کړې چې پیاز کولای شي د هډوکې په کلکوالي کې مهم رول ولوبوي. په ځانګړي ډول هغه ښځو لپاره چې عمر یې ډېر وي او هډوکې یې د ضعیف والي په لرو روان وي. شواهدو ښودلې هغه ښځې چې پیاز مصرفوي او د زړښت پر لور روانې ويي په هغوی کې د لګن خاصره هډوکو ماتیدو احتمال ډېر کم وي. نو پر دې بنسټ حتما په ورځېني ډول پیاز مصرف کړئ ځکه چې پیاز د هډوکو کلکوالي لپاره ډېر ګټور دی.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …