کور پانه / ادب / روغتیا / پښه پر بلې پښې اړول هم زیانونه لري؛ ته ترې خبر یې!؟

پښه پر بلې پښې اړول هم زیانونه لري؛ ته ترې خبر یې!؟

کېدای شي تاسې له هغې ډلې څخه یاست،چې  هره ورځ دناستې پرمهال پښه پر بلې پښې اړوئ دبېلګې په توګه د غرمنۍ ، ماښامنۍ پرمهال، په دفتر کې دکار پرمهال، دتلویزون دلیدو پرمهال او یا دکورنۍ له غړو سره

دخبرو پرمهال. دروغتیا دبرخې کارپوهان وايي :

ددې عادت په اړه باید له سره کتنه وکړئ،ځکه دا پونډۍ او پښې ته زیان رسوي، چې ځینې یې په دې ډول دي.

دملا او ورمېږ درد :

دکیناستو پرمهال که پښې په مساوي ډول پر ځمکه کېښودل شي د بدن وزن په مساوي ډول پر دواړو پښو ویشل کیږي، که چیرې داسې نه وي او پښه پر بلې پښې واړول شي دا مهال نو دخاصرې لکن په برخه کې هډوکي له ډېر فشار سره مخ کیږي او دا ځای د ملا تېر لپاره اساسي رول لري،چې  فشار پرې راځي، او دا بیا په خپل وار  پر ورمېږ  او دملا پر پورتنۍ او ښکتنۍ برخه فشار راوړي ددې چارې دتکرار په برخه کې دوخت په تېریدو سړی  دوږمېږ او ملا له درد سره مخ کیږي. او پر دلیل یې نه پوهیږي، چې ولې ؟

عنکبوتي  رګونه :

ځینې څېړنې د عنکبوتي رګونو دستونزې لامل  دناستې پرمهال پښه پر بلې اړول ګڼي، خو ځینې ډاکتران بیا وايي: دا کېدای شي ارثي ستونزه وي او یاد اوږدې مودې لپاره ناسته او ولاړه وي، ځینې نور بیا وايي :

پښه پر بلې اړول  پر هغو رګونو فشار راوړي،چې زړه ته وینه ورکوي او د وخت پر تېریدو همدا رګونه بیا له ستونزې سره مخ کیږي.

دوینې لوړ فشار :

دناستې پرمهال پښه پر بلې اړول  دزنګون په برخه کې دلنډ وخت لپاره  دوینې لوړ فشار رامنځته کیږي، ځکه په دې حالت کې د زړه لور ته  دوینې پمپول یو څه ستونزمنیږي او پر مقابل لورې فشار راځي، که تاسې نیت لرئ، چې ډېر کینئ نو پښه پر بلې پښې مه اړوئ.

پردې سربېره د پښو او پونډیو اعصاب هم  له  فشار او ستونزې سره مخ کیږي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه …