کور پانه / ادب / پښتو ادبیاتو کې لیک نښې چېرته وکاروو / عادله حیا.

پښتو ادبیاتو کې لیک نښې چېرته وکاروو / عادله حیا.

د لیک دود د ښه والې؛ په لړ کې ځینې اشارې، علامې او نښې نښانې هم شته،چې په هره لیکنه کې د هغو خیال ساتل لازمي او ضروري دی او بې نښو نښانو لیکنه د لوستونکو د پاره ډیرې ګراني پېښوي او په ځینو ځایو کی ترې سمه مانا هم نه اخیستل کیږی . له دې کبله غواړو، چې دغه نښانې په لنډ ډول بیان کړم،ترڅو چې د لیک دود لړۍ نیمګړې پاتې نه شي.

۱- ټکی ( . ) : دا نښه د پوره جملو په پای کی اېښودل کېږي او د جملې پوره والی ښايي، لکه: له پروت زمري نه ګرځېده ګیدړ ښه دی. (متل): نیک عمل د لاری مل دی. دې نښې ته ( تمکۍ) وایو.

۲- چپه پېښ ( ، ) : دانښه د یوې لنډې دمې د پاره پکارېږی او په یوه کلمه یا جمله کې چې سړی غواړي لږ غوندی ځنډ وکړي،نو دغه نښه راوړل کېږي؛مګر زیاته د کلمو او نېمګړو خبرو ترمنځ دعطف د پاره راځي،لکه: زلمی،توریالی،تورپیکۍ او ګل مکۍ په امتحان کې بریالي شول. خوشحال خان خټک د پښتو یو لوی شاعر،ستر ادیب او پوخ مفکر دی، دې نښې ته ( تړونۍ) وایو.

۳- ټکی او چپه پیښ( ؛ ) : دا نښه د زیاتې دمې دپاره په کارېږي،مګر د کلمو تر منځ نه راځي،بلکې د هغو مرکبو جملو په منځ کې راوړل کېږی،چې په مانا کې یو له بله تړلي وي، لکه:له هغه علم څخه چې اخلاق وسره نه وي؛ ناپوهي غوره ده. دې نښې ته په پښتو کې ( ځنډ نښه ) وایو.

۴-دوه ټکې ( : ): دا نښه د یوې کلمې یا یوې جملې دسپړنې او څارنې علامه ده؛ یانې د هغې کلمې او جملې په پای کې لیکل کېږی، چې وروسته ور پسې شرح او سپړنه راځي. دې نښې ته ( څرګندنۍ )وایو.

لکه: د ژوندانه د کامیابۍ ستنې دا دي:پوهه،روغتیا،روزنه او اخلاق. په پښتو کې ډېر لوی شاعران تېر شوي دي، لکه : ښکارندوی،ریدي خان، خوشحال خان او داسی نور.

۵- سوالیه( ؟ ): دی نښې ته (تپوسنۍ) ویلای شو . دا نښه د سوال او پوښتنې ده، په هغه وخت کې راوړل کېږی؛ یانې د هر ډول پوښتنیځه (سوالیه ) جملو په پای کې راځي،لکه: بې عمله علم څه په کار دی؟ددې مانا داسې ده، چې ددی په باره کې باید یو بل نفر ځواب ورکړي، لکه هغه وایي: هېڅ په کار ن دی.

۶- ندایه( ! ): دې نښې ته (خوځکۍ) ویلای شو، لکه: څنګه چې نورو ژبو کې ورته ( ندایه) وایي. دا نښه د غږ او ندا په وخت کې په کارېږی،لکه: ای ځلمیه! دلته راشه!

مګر په اصل کې د خبر دارۍ او تنبیه نښه ده او په دې وجه د مخاطب امر په اخر کې هم راځي، لکه: وروڼو ملا وتړئ! د هېواد ناموس وساتئ! دغه نښه د تعجب، شاباش او افسوس په ځای کې هم راوړل کېږی؛ یانې په هر ځای کې چې خبرداری او تنبیه موخه (غرض) وي،هلته ورځنې کار اخیستل کیږی، مګر د زیات تعجب او زیاتې خبردارۍ په وخت کې دوه ځله بلکې دری ځله لیکل کېږی، لکه: آفرین! په دې توره اومېړانه! افسوس!چې ډېر ښه وخت مې له لاسه ووت. اوه څومره ښکلې مرغۍ ده! کله، چې پوښتنه او تنبیه دواړه مطلب وي، نو د تپوس او تنبیه نښېدواړه راځي،لکه: دخدای دپاره داڅه حال دی ؟!

۷- بیلنۍ( – ):دی نښې ته ( بیلنۍ) ویلای شو.  لکه څنګه چې په نورو ژبو کی ورته (کش) وایي. دا نښه د یو جملې د بیلونې د پاره لیکل کېږي. په تېره په سوال او ځواب کې د هرې جملې په سر کې راځي او سوال او ځواب سره بیلوي، لکه: زلمی وویل:توریالیه څه کوې؟

  • خت لیکم!
  • چاته؟
  • خپل ورور ته

دا نښه د دوو کلمو د بیلونې د پاره هم په داسې وخت کې راځي،چې هرې کلمې خپلواکې او ځانله والې مقصد وی، لکه: صرف،نحو، بدیع، بیان، معاني او عروض دا ټول ژبني علمونه دي.

۸- ( = ): دوه غبرګ کشونه دې نښې ته ( سم سمۍ ) وایو. دا نښه د دوو نومو خبرو د برابرۍ او مساوات ښودلو د پاره راځي،لکه :2+2=4 

۹- دوه کونټي ختونه ( ): دې نښې ته لندۍ وایو . دا نښه د خاصو نومو، د توجه وړ شیانو او په منځ کې رالویدلو جملو د ښودلو د پاره لیکل کېږي، لکه: زه غواړم سبا ته له زمري سره ( چې زما یو ښه ملګری دی ) د کابل موزیم کې وګورم . زما ورور ( ببرک) په خپل ټولګی کې لمړی لمبر زده کونکی دی.

۱۰- دوه غبرګې لیندکۍ (( )): ددې نښې په منځ کې د بل چا خبره، نظریه، د یوکتاب عبارت او یا د زیاتې توجه وړ نا آشنا کلمه راوړل کېږي، لکه: سید جمال الدین افغان وایي: (( هر پرهیزګار عالم چې د شریعت په باره کې فکر وکړي،نو دا به ورته معلومه شي، چې د ژوندانه پوهنې اوعلمونه له دین سره هېڅ مخالفت نه لري)). په دې ورځو کې د (( مود)) او (( متود )) کلمې ډیرې ګرادنېږي .

۱۱- څو ټکي ( …. ) نښه: کله چې یو لیکونکی د یو نوم او یا د یوې خبرې څرګندول نه غواړي،نو په ځای یې یو څو ټکي ږدي او ورځنې تېرېږي،لکه: ماته د پښتو …. ښه معلوم دی.

۱۲- درې ستوري( * ): دا نښې د یوې رسالې، یا د یو مقالې،د یو برخې د خلاصېدو او دبلې د پیل کېدو (شروع کېدو) په منځ کې لیکل کېږي؛ یانې یو بحث له بل څخه بېلوي. که چیرې یو نوم یا یو جمله په خاص ډول د پاملرنې وړ وي،نو لاندې ترې یوه اوږده کرښه راښکل کېږی، لکه:زلمی او توریالی زما کلک ملګري دي. ښاغلو ! دلته درېدل منع دي.

. كاروان

دا هم ولولئ

د ماشومانو په روزنه کې لس اغیزناک او اړین ټکي

ماشومان مو د کور تنکي ګلان دي، چې د کور د نورو غړو پاملرنې او …