کور پانه / خبرونه / پښتني بانک او د نبي کرکټ اکاډمي ترمنځ ګډ تفاهم‌لیک لاسلیک شو

پښتني بانک او د نبي کرکټ اکاډمي ترمنځ ګډ تفاهم‌لیک لاسلیک شو

د پښتني بانک او نبي کرکټ اکاډمۍ ترمنځ په هېواد کې د ورزش ودي او لا پر مختګ په موخه ګډ تفاهم لیک لاسلیک شو.

د یاد بانک له لوري په خپره شوې خبر پاڼې کې راغلي، د دغه تفاهم لیک له مخې به پښتني بانک له نبي کرکټ اکاډمي سره د سپورټ او په مقابل کې دنبي کرکټ اکاډمي به له پښتني بانک سره د بازار موندني په برخه کې سره ګډه همکاري کوي.

دواړو لورو ژمنه وکړه چې دنبي کرکټ اکاډمي ودي او پښتني بانک ته د بازار موندني لپاره به ګډ کار وکړي.

 نبي عیسی خیل تر دې وړاندې ویلي و چې په نږدې راتلونکې کې به د دنبي کرکټ اکاډمي کابل څانګه پرانیستل شي.

د نوموړي په وینا یاده کاډمي به په اسټرالیا هېواد کې د نبي نړیوالې کرکټ اکاډمۍ سره کمباین شي او له دې ځای څخه به هلته په موسمي ډول لوبغاړي هم تمریناتو لپاره لېږل کېږي.

همدا راز هغه زیاته کړې چې یوازې په دې به بسنه ونه کړي بلکې پلان لري چې راتلونکي کې په ننګرهار، خوست او کندهار ولایتونو کې هم ورته اکاډمۍ جوړې کړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

ځمکې ته نږدې یوه اسمانې ډبره چاودلې

د ډیلي مېل ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي، د امریکا پینسلوانیا ایالت په پیټسبرګ …