پښتنو سره یاد ګار عکسونه واخلئ!
لیکوال : نعمان دوست
کارتن یې پرانیست د پړانګ څلورو نویو زیږیدلو بچوو ترې غاړې را اوږدې کړې دا د کوم بهرني ملک په یوه ژوبڼ کې له یوې مور څخه یو وار زیږیدلي وو. نندارې ته یې غټ او واړه ولاړ وو، د کېمروفلشونو رڼاوې کولې او بیا ځینو کسانو ورسره په ډېرې لېوالتيا ګډ تصویرونه هم اخیستل . ددې ټلویزیوني پروګرام چلونکي ویل چې ، د یادو پړانګانو نسل د انقراض په حال کې دی او دا ډیره د اندیښنې خبره ده. چینل مې بدل کړ ، د خبرونو وخت و: مسلسل د مرګونو خبرونه وو، انتحار شوی و، ماین الوتی و، له پاکیستان او ایران نه راکټونه راغلي وو، بمبار شوی و، داټول دپښتنو په سېمه کې وو. ځان سره مې ویل:مونږ سره هم عکسونه واخلئ، زمونږ نسل خو هم د انتقراض په حالت کې دی.