کور پانه / ادب / روغتیا /  پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

 پوهان: سپورټ مو سټرس او خپګان کموي

په اونۍ کې درې ځل  ورزش او فزیکي تمرین 16%  دخپګان مخه نیسي څومره ،چې د ورزش ډیریږي همدومره دخپګان مخه نیول کیږي .

دعامې روغتیا په برخه کې څیړنې په ډاګه کوي ،چې د ورزش او خپګان  ترمنځ تړاو او اړیکې شته ، دڅیړنې پایله وايي :

له تمرین وروسته  فزیکي او عقلي روغتیا وروسته مخ په ښه کېدو وي .

دلندن په کولیدج پوهنتون کې دماشوم دروغتیاانسټیټوټ وايي:

دا عادي تړاو دی ، د وزګارتیا پرمهال  فزیکي تمرین کولای شي دخپګان مخه ونیسي ، که دشلو او څلویښتو کلونو ترمنځ  دخپګان له ستونزې سره مخ وي  درې ځل په اونۍ ورزش کولای شي ،چې نږدې 16% خپګان راکم کړي .

خپګان داسې ناروغي ده،چې په ګرده نړۍ کې خپره شوې ده او نږدې 350 ملیونه وګړي پرې اخته دي .

دروغتیانړیواله اداره وايي:

 خپګان دوړتیا له منځه وړلو تر ټولوستر لامل دی .

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د معدې سوخت او درد لاملونه

په ناروي کې ترسره شوې څیړنه وايي : زیات وزن او سګرټ  څکول د معدې …