کور پانه / ادب / روغتیا / په ککړه هوا کې څنګه له ناروغیو ځان وژغورو؟

په ککړه هوا کې څنګه له ناروغیو ځان وژغورو؟

اکسیجن چې یوه حیاتي ماده ده نن ورځ د هوا ککړتیا له امله په یوې وژونکې مادې بدله شوي او ډیری تنفسي ناروغۍ لکه انفلوانزا، زکام، تبې، ځان درد او ټوخي لامل کيږي.

دغه لارښونې به تاسو سره مرسته وکړی چې له دغه وژونکو ناروغیو څخه تر یوه حده په امان پاتي شي:

ترټولو مخکې باید لومړي دا هڅه وکړو ترسو له هغو ځایونو څخه چې د هوا ککړتیا سرچیني دي او همدا رنګه له هغو ځاینو څخه چې د موټورو ګڼه ګوڼه ورکې ډیره وي لرې والی اختیار کړﺉ.

په ککړه هوا کې ډیرې شودې کاروي

ډاکتران د ککړي هوا له وژونکو ناروغیو څخه د خوندي کیدو لپاره تل د شیدو څکلو توصیه کوي او د دې تر څنګ د ډیرو مایعاتو کارول هم اړین بولي.

همدا راز د تازه میوې او تارکاري کارونه هم ډیره اغیزمنه او ګتوره ده ځکه د نارغیو پر وړاندې د بدن مقاومت ډیروي.

له کوره د وتلو پر مهال حتما ماسک وکاروئ ځکه ماسک مو له ویروسونو او میکروبو نو ساتي او نه پریږدي چې د تنفسي سیستم له لارې بدن ته ننوځي.

د دې تر څنګ په صابون د لاسونو وینځل هم مه هیروي او همدارنګه د خپل د ځان او اوسېدو چاپیریال په پاک ساتلو کې هم ډیر فعال ووسئ.

که چیرې مو د تنفسې ناروغیو نښې په خپل بدن کې احساس کړې نو ژر تر ژره له یوه ډاکتر سره ووېني او ډیر استراحت وکړي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د سالم بدن لرلو لپاره شات وخورئ

د انسان بدن د خپلې سلامتيا او غښتلتيا لپاره ډول ډول خوراکونو ته اړتيا لري، …