کور پانه / ادب / روغتیا / په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

په ښي اړخ د ویده کیدو ګټه-څېړنه

دخوب په اړه نوې ترسره شوې څېړنه لیکي : په ښي اړخ خوب دا ګټه لري،چې دسړی مغز پاکوي او دهېرتیا، ګوزڼ او دلړزې مخه نیسي.

امریکايي پوهنتون Stony Brook پوهان دې پایلې ته رسیدلي دي،چې په ښي اړخ خوب مغز پاکوي او له پړمخې او ګیڼ اړخ خوب څخه یې روغتیايي ګټه ډېره ده.

امریکايي پوهانودهغو وګړو دخوب وضعیت څارلې دی، چې په دې څیړنه کې ونډه درلوده، په ښي اړخ خوب په بدن کې دوینې جریان منظموي او فعال یې ساتي او میکروب او بکتریا او ویروسونه له منځه وړي. همدا راز په رګ او شریان کې دوینې جریان ته سرعت ورکوي.

څیړونکي وايي : په ښي اړخ خوب اجازه نه ورکوي، چې په مغز کې هغه کیماوي مواد راغونډ شي،چې اړتیا یې نه وي او یا کومه ګټه نه لري او پردې سربېره دمغز اړوند ناروغۍ له منځه وړي

داسلام ستر پیغمبر څوارلس سوه کاله پخوا مسلمانانو ته سپارښتنه کړې ده،چې په ښي اړخ بیده شي.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …