کور پانه / ادب / په ژوند کې د بریا لپاره طرحه

په ژوند کې د بریا لپاره طرحه

تر دې عنوان لاندې مې یو دری ورځینی کنفرانس په نړیواله کچه په عامه او خصوصي ځایونو کې جوړ کړ. دسیمینار فلسفه دا وه: «ګټونکي بېل کارونه نه ترسره کوي؛ بلکې کارونه تر نورو په بېله بڼه ترسره کوي.» دا فلسفه تر ډېره له دې باور سره چې وايي: « بریا هر څه نه ده، یوازینۍ شی ده» په تقابل کې واقع شوه. دغه کار د هغو کسانو ښه والی تر سوال لاندې راوست چې فکر يې کاوه دا فلسفه سمه ده.

دغه راز يې د « وژونکې غریزې» (موخې ته د رسېدو بې رحمانه هیلې) ناسم تعبیر وړاندې کاوه. د بېلګې په توګه کله به دې چې په کوڅه کې له یوه کس څخه پوښتنه کوله چې د « وژونکې غریزې»  معنا څه ده، ویل به يې: « د چل او فریب په وسیله ګټل».

په داسې حال کې چې دا وژونکې  غریزه  نه ده، بلکې بشپړه درغلي ده.

د یوه ښه لوبغاړي لپاره وژونکې غریزه دا معنا لري چې:

۱ . سل فیصده نشې قبلولی؛خو ۲۰۰ سلنه دې راضي کوي

۲ . د ګټلو لپاره باید د خپلو رقیبانو له تېروتنو ګټه پورته کړو. د رقیبانو له تېروتنو ګټه نه پورته کول سادګي ده. سره له دې چې دګټلو لپاره  ناپاکه لوبه وژونکې غریزه نه ګڼل کېږي؛ خو څرګنده درغلي ده.

په بې عدالتۍ ګټل به لنډمهالې خوښي درکړي؛ خو په هېڅ صورت د  دایمي خوښۍ لامل نه کېږي.

حقیقت دا دی چې ژوند رقابت دی او موږ باید رقابت وکړو. په حقیقت کې رقابت د رقابت کوونکو کسانو د ودې لامل کېږي.

موخه ګټل دي، له هر ډول پوښتنې پرته؛ خو په عدالت، صداقت او د رقابت قوانینو ته په درناوي.

(ژباړه)

. موسی وياند

دا هم ولولئ

زمونږ هر احساس موږ ته څه پیغام لري؟

د انسانانو ژوند له ګڼو ښو او بدو پیښو سره تړلی دی. چې هر څوک …