کور پانه / عمومي مالومات / په ژوند کې د بایلونکو کسانو تر ټولو ستره نښه

په ژوند کې د بایلونکو کسانو تر ټولو ستره نښه

بایلونکي ژر پایله غواړي

د دې لپاره چې د خپل سرای له هرزه بوتو خلاص شئ دوې لارې شته
يوه يي اسانه او بله یې ډېره اسانه نه ده، اسانه لاره دا ده چې لور را وخلئ او ويې رېبی چې د څه مودې لپاره به مو سرای له دغه ډول بوټو خلای شي، خو دا مؤقتي حل لاره ده. دویمه لاره ډېره اسانه نه ده.

تاسی باید له خپلو لاسو کار واخلئ او هرزه بوټي او واښه له بېخه راوباسئ. دغه کار ستونزمن دی او ډېر وخت نیسي؛ خو ستاسی سرای د ډیر وخت لپاره د هرزه بوټو له شره خلاصوي.

لومړۍ حل لاره اسانه ښکاری، خو د ستونزی ریشه ترې پاتې کېږي. دویمه لاره اسانه نه ده؛ خو د ستونزې ریښه له منخه وړي

اصلي حل لاره دا ده چې د ستونزې ریښه پیدا او له همدی خایه یې حل
کړئ، دغه شی په ژوند کې زموږ پر افکارو هم د پلي کېدو وړ دي، خلک منفي افکار او چلند خپروي او دغه کار د ژوند پر ټولو برخو منفی اغېز کوي.

د ټپینگی عقیدې نشتون


هغه کسان چې ټینگه عقیده نلري، د سرک پر منځ ځي. د دوی د دغه کار
پایله څرگنده ده چې تر موټر لاندې کېدل دي. دوی مقاومت نشي کولی
او له هر هغه کاروان سره یو ځای کېږي چې په مخه ورځي.

دوی هڅه کوي چې خبره یې ومنل شي، ان په هغه حالت کي چې ښه پوهېږي خبره یې غلطه ده.

یو شمېر خلک د ناوړه کړنو ملاتړ نه کوي؛ خو د کمزوري اعتقاد له کبله د هغوی پر وړاندې مخالفت هم نه شی خرگندولی، په داسی حال کې چې په مخالفت نه کولو سره په حقیقت کې دوی د دغو ناوړه کړنو ملاتړ کوي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د وزن ډېرولو اسانه او طبیعي لار

که د ډنګرتیا احساس کوئ او د خپل وزن ډېریدو په اړه فکر کوئ، د …