کور پانه / ادب / روغتیا / په غېږ کې د یو بل نیولو ګټې- څېړنه

په غېږ کې د یو بل نیولو ګټې- څېړنه


یوه تازه څېړنه ښيي چې عزیزانو ته خوا ورکول یا په غېږ کې نیول ډېره ګټه لري.

د ټایم مجلې له راپور سره سم، کله چې مو کوم عزیز په سخت حالت کې وي، ممکن بې له دې چې فکر وکړئ غېږ ورکړئ او نوې څېړنه ښيي چې دا کار ممکن دومره زیات اغېزمن وي چې تاسو یې تراوسه تصور نه کاوه.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې له جنجاله یا خوابدۍ وروسته خوا ورکول د انسان پر طبیعت مثبت اغېز کوي او ستریس کموي.

مثبت احساس زیاتوي او منفي کموي.

څېړنه وايي چې په غېږ کې نیول پر نارینه او ښځینه دواړو ښه اغېز کوي.
د کارنیګي میلن پوهنتون د روحي او ذهني ناروغیو او ذهني فشار د مطالعاتو لابراتوار د څېړنې یو لیکوال مایکل مرفي وايي چې دوی له ۴۰۴ تنو سره دوې اوونۍ هره شپه ټېلفوني مرکې کړي، له هر چا څخه یې د نورو پوښتنو ترڅنګ د هغه د طبیعت یا موډ په اړه معلومات پوښتلي، ایا کوم جنجال یې درلود او یا په همدې ورځ چا غېږ ورکړې ده.

دوی ته د څېړنې په پای کې څرګنده شوې چې غېږ ورکول په هر عمر کې پر انسان مثبت اغېز لري.

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

امیندوارې ښځې دې کچالو نه خوري؛ ځکه چې…

 یو علمي څیړنه وايي: کچالو دحامله ښځو شکر ناروغي زیاتوي، پوهانو دلسو کلونو لپاره د۱۵۰۰۰ …