کور پانه / ادب / روغتیا / په سړې هوا کې د مخ پوستکی څنګه وساتو؟

په سړې هوا کې د مخ پوستکی څنګه وساتو؟


د هوا په بدلیدو سره د پوستکي سلامتیا ته پاملرنه د بدن سلامتیا ته پاملرنې په کچه او ان له هغه څخه ډېر اهمیت، ارزښت او ساتنې ته اړتیا لري.

د هوا له سړیدو سره سم د بدن ایمني سیستم د بېلابېلو ناروغیو سره مقابلې لپاره په مراتبو مهمېږي، نو په داسې شرایطو کې باید د خوړو سالم رژیم او د ژوند داسې ډول اختیار کړو چې بدن ته حیاتي ارزښت لري.

ځېني خلک د فصل بدلون او د هوا سړیدو سره ممکن د پوستکي په برخه کې د ستونزو او د پوستکي وچتیتا سره مخ شي، د فصل په بدلون سره د ارایش او د پوستکي ساتوندویه توکو په محصولاتو کې هم بدلون راځي؛ د بېلګي په ډول د تندي او پوزې شاوخوا ساحې چې طبي اصطلاح کې د I په نوم یادېږې د پوستکي غددو څخه یې د غوړ راوتل هم ډېرېږي.

د « ان ډي ټي وي » تخصصي ویب سایټ مالوماتو له مخې د پوستکي متخصصان د فصل بدلون سره د پوستکي ښې ساتنې او سلامتیا لپاره پنځه توصیې کوي تر څو دغه ستونزې له منځه او یا تر ډېره حده راکمې کړي:

لومړی: د مخ او پوستکي پرمینځلو پر مهال د ډېرو ګرمو او یا سړو اوبو پرځای د معتدله اوبو څخه ګټه واخلئ، معتدلې اوبه پوستکی له وچیدو او خوشکي څخه ساتي.

دوېیم: له ملایمو صابونو څخه چې معتادل pH ولري ګټه واخلئ، که پوستکی مو ډېر وچ وي نو له حمام کولو وړاندې د زیتون یا ناریل غوړیو څخه کار واخلئ. همدا راز که پوستکی مو بېخي ډېر وچ وي نو بیا د صابون کارول حېر او له خپل متخصص یا ډاکټر سره د یوې بلې بدیلې لارې په اړه مشوره وکړئ.

درېیم: د ورځې په اوږدو کې د فصلونو مطابق په کافي اندازه اوبه وڅښکئ.


څلورم: حتما په منظم ډول د پوستکي مرطوب کونکو کریمونو څخه ګټه واخلئ همدا راز توصیه کېږي چې په سړو هوا لرونکو میاشتو کې له سپکو او لږ غوړ لرونکو مرطوب کوونکو کریمونو څخه چې د اوبو تېرولو خاصیت یې ډېر وي کار واخلئ.

پنځم: که دې ته اړتیا پیدا کېږي چې وړۍ لرونکې البسه وکاروئ نو حتما ترې لاندې د کتان له ډوله سپک شي واغوندئ. ځکه ډېری وخت داسې البسیه په بدن کې د حساسیتونو او د وړو دانو پیدا کېدو لامل کېږي.

. موسی وياند

دا هم ولولئ

د غوايي غوښې له ګټو او زیانو خبر شئ

د غوايي د غوښې په اړه  پوهان سره اختلاف لري، ځينې وايي چې لمده ګرمه …