کور پانه / اسلام / په سنت کې د واده شپه

په سنت کې د واده شپه

ټوله ثناء او صفت، ټولې ستاینې او نیكۍ د الله تعالی لپاره دي او همغه لوی، لوړ او عظیم ذات یوازې او یوازې ددې حقدار دی چې سجده ورته وشي او عبادت یې وشي. لكه څنگه چې معلومداره خبره ده اسلام یو بشپړ نظآم دی او ټولنیز او كورنی نظام هم یو له هغو نظامونو څخه دی چې انسان ورته اړتیا لري او د هغه ټولنیزو اصولو په رڼا كې انسان كولای شي په سعادت او فرح كې ژوند وكړي، څو ورځ یې د ورځې په څېر او شپه یې د شپې په څېر وي.

د كورني نظآم له مهمو اجزاوو څخه یوه هم له خپلې زوجې سره كورواله دي او دا عمل په اسلام كې ډیر په تفصیل او په ډیره ښه طریقه سره ښوودل شوی او لازمي ده چې مسلمانان هغسې عمل وكړي لكه څنگه چې رسول صلی الله علیه وسلم كړی وي، نو راځۍ چې لږ یې وگورو چې سنتو كې څرنگه دا عمل ښوول شوی دی:  

۱: په بخاري شریف او ابوداود كښې حدیث دی چې رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: كله چې له تاسو څخه چا له كومې ښځې سره واده وكړ، لاس دې د هغې پر تندي باندې كښیږدي، د الله جل جلاله نوم دې واخلي او د ناوې لپاره دې د خیر او بركت دعاء وكړي او ودې وایي: یا الله زه ددې ښځې د خلقت خیر او د هغې نیكه رویه او سلوك له تاڅخه غواړم او د هغې له بد خلقت او بدې رویې څخه تا ته پناه دروړم.

 ۲: ابن ابي شقیق روایت كوي چې یو سړی د حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه خدمت ته راغی او عرض یې وكړ چې : له ځوانې انجلۍ سره مې واده كړی او ډاریږم پر دې چې راڅخه خفه او ناراضه نشي. عبدالله بن مسعود رضی الله عنه ورته وویل چې: مینه او محبت د الله تعالی له طرفه ده او غوصه او كینه د شیطان له جانبه، او شیطان همیشه پر دې كوښښ كښې دی چې هغه څه موږ ته بد او ركیك معلوم كړي كوم چې الله تعالی حلال گرځولي دي، نو هر كله چې درته نژدې راغله هغې ته امر وكړه چې تر شا دې دوه ركعته لمونځ اداء كړي او بیا دغه دعاء ووایه:

یا الله زما اهل ته بركت عطاء كړې او ما د هغې لپاره له بركت څخه ډك وگرځوې، یا الله زموږ د وصال او جدا كیدو كښې خیر او بركت واچوې

۳: اسماء بنت یزید وایي چې عایشه رضی الله عنها مې د هغه له محبوب خاوند رسول كریم صلی الله علیه وسلم سره د خلوت لپاره آرایش او سینگار كړه، رسول كریم صلی الله علیه وسلم د هغې خوا ته راغی او یو ډك جام د شیدو یې ورسره راووړ، یو څه یې له هغې نه وڅښلې او نور جام یې عایشې رضی الله عنها ته ونیوه، عایشه رضی الله عنها وشرمیدله او سر یې ښكته واچاوه. په بل روایت كښې راغلي دي اسماء وایي چې ما پر عایشې پر تونده لهجه غږ وكړ چې عایشې رسول الله درته لاس نیولی، جام ځینې واخله!!!. دا حدیث امام احمد رحمه الله روایت كړی دی.

۴: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې كامل او مكمل ایمان د مؤمنانو په منځ كښې هغه كس لري چې له خبلې كورنۍ ښځې او اولاد سره غوره اخلاق او له نرمې رویې كار واخلي. (د ترمذي او نسایي په روایت سره)
۵: همدارنگه یې فرمایلي دي چې غوره ستاسو هغه څوك دی چې له خپلې ښځې او اولاد ته غوره او بهتره وي او زه ستاسو څخه بهترین هغه د خپلې ښځې او اولاد لپاره یم. ( د ترمذي په روایت)
۶:   د لباس په اړه رسول صلی الله علیه وسلم سپارښتنه داده چې هغه مبارك ویلي دي: د ځان له لوڅولو پرهیز وكړۍ ځكه تاسو سره ملایكې دي او هغوی له تاسو څخه یوازې په دوه صورتونو كې جلا كیږي یو د حاجت د رفع په وخت كښې او بل د نژدیوالي یا جنسي اړیكو په وخت كښې، نو له هغوی څخه تاسو ته شرم په كار ده او د احترام حق یې پر ځآی كړۍ. (په روایت د ترمذي)

 او همدرانگه د عایشې رضی الله عنها څخه په یو حدیث كې راغلي دي چې ویې فرمایل: رسول الله صلی الله علیه وسلم پر ټول ژوند كښې نه له ما ولیدل او نه ما له هغه ولیدل (یعنې د یو بل شرمگاوې مو ونه لیدلې). او په دې اړه د ترمذي هم یو ضعیف روایت شته دی چې وایي: هر كله چې تاسو غوښتل له خپلو زوجاتو سره نژدیوالی وكړۍ نو ځآنونه لكه د خرو په څیر مه لوڅوۍ.

پر دې مسله كښې نورو علماؤ هم ډیر اقوال ذكر كړيدي او هر چا د یوه حدیث په مطابق خپله رأیه وړاندې كړې ده، ترمذي یو روایت كښې وایي چې : یو سړی راغی او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې پوښتنه وكړه چې یا رسول الله له چا څخه خپلې شرمگاوې او عورت پټ كړو، او چا ته یې ښكاره كړو؟ هغه مبارك ورته وویل چې: یوازې خپلو ښځو ته او خپلو جاریو یا كنیزو ته یې ښوولی شۍ او نور یې هیڅ چا ته نشۍ ښوولی (۲۷۶۹). ابو داود همدا حدیث روایت كړی دی (۴۰۱۷) ځینې دا حدیث ددې لپاره حجت گڼي چې د جنسي لذت لپاره یو نفر كولای شي چې د خپلې ښځې فرج ته وگوري، او هغسې ورته روا دی لكه څرنگه چې ورته د خپلې ښځې نور بدن لیدل روا دي. حافظ ابن حجر رح په دې اړه وایي چې، د حدیث له دغه لفظ څخه چې یوازې خپلو ښځو ته كولای شۍ وگورۍ؛ دا معلومیږي چې ښځه كولای شي د خپل میړه عورت ته وگوري او میړه كولای شي د ښځې عورت ته وگوري.

ابن حزم رحمه الله فرمایي چې: دا حلاله ده چې یو نفر دې د خپلې ښځې یا كنیزې چې الله هغه ورته حلالې كړي دي مخصوصو ځآیونو ته وگوري یعنې عورت ته یې وگوري، او د هغو لپاره هم روا ده چې دده عورت ته وگوري. او ددې خبرې د ښه اثبات لپآره د حضرت عایشې، ام سلمه او میمونې رضی الله عنهما روایتونه دي چې دوی ټولې امهات المؤمنین وې، له دوی څخه روایتونه راغلي دي چې دوی له رسول كریم صلی الله علیه وسلم سره وروسته له جماع څخه د طهارت په مقصد له یوه سطل یا یوه ظرف څخه غسل كاوه. د میمونې رضی الله عنها حدیث صراحتاً ددې خبرې دلیل دی داسې چې هغه مباركه فرمایي چې: رسول كریم صلی الله علیه وسلم دغسل پر وخت لوڅ وو، او ما او هغه به له یوه ظرف څخه غسل كاوه، او ده صلی الله علیه وسلم به له ظرف څخه اوبه په لاس راایستلې او بیا به یې په چپ لاس خپل عورت مینځلو. نو ابن حزم رحمه الله فرمایي چې ددغه حدیث څخه وروسته نور ددې حاجت نشته چې هاخوا دیخوا خبرې دې پكښې وشي او دا كاملاً روا ده چې یو كس دې د خپلې منكوحې عوراتو ته او هغه دې دده عورت ته وگوري. (المحلی ۹/۱۶۵) ابي محمد علي بن احمد بن سعید بن حزم الاندلسي)

او د عایشې رضی الله عنها څخه مسلم او بخاري روایت كړی دی چې فرمایي: ما او رسول صلی الله علیه وسلم به له یوه ظرف څخه چې زما او دده په منځ كښې به ایښی وو غسل كاوه، او هغه صلی الله علیه وسلم به تم شو كله به چې ما ورته وویل چې: لږ ما ته پریږده، لږ ماته پریږده. البخاري ۲۵۸، او مسلم ۳۲۱. 

۷: مخكې تر دې چې جنسي عمل ته وړاندې شۍ او ترسره یې كړۍ نو غوره داده چې لمس كول، غیږه كې نیول، ناز وركول، او مچو كول ترسره كړۍ، په دې اړه منصور دیلمي رضی الله عنه روایت كوی چې وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لكه حیواناتو په شان په خپلو ښځو مه لویږۍ او غوره داده چې ستاسو ترمنځه یوه واسطه موجوده وي، نو مووږ پوښتنه وكړه چې اې د خدای رسوله صلی الله علیه وسلم واسطه یعنې څه؟ هغه مبارك وفرمایل چې: مچو كول او خبرې كول.  

په همدې ډول ابو منصور روایت كړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: درې شیان دي چې د ناتوانۍ ښكارندویي كوي او یوه له هغو څخه داده چې سړی خپلې ښځې یا جاریې ته نږدې شي او بغیر له دې چې له هغې سره خبرې وكړي یا یې آماده كړي جنسي عمل ترسره كړي او یا مخكې له هغې څخه دده ارضا وشي (یعنې مخكې له ښځې څخه یې دی انزال وكړي).

امام غزالي رحمه الله په احیاء علوم الدین كې وایي: كله چې د خاوند ضرورت پوره شي نو باید ښځه دغسې پرېینږدي او صبر دې وكړي چې هغه هم جنسي لذت ته ورسیږي كه څه هم ښځه د جنسي لذت او خوند ته په تاخیر سره رسیږي. كه كله د جنسي لذت او هیجان پر وخت كښې وي او هماغسې پریښوول شي نو د هغې د آزار او اذیت سبب گرځي او د خاوند مخكې رسیدل انزال ته د هغې د نفرت لامل كیږي او كه چیرې انزال په یو وخت كښې وي نو به د دواړو لپآره غوره وي.

۸: بخاري له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه روایت كوي چې وایي رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هر یو له تاسو څخه چې خپلې ښځې ته راغی یعنې د قرابت په نیت ورته راغی نو ودې وایي: بسم الله، یا الله شیطان له موږ څخه لرې كړه او له هغه څه څخه چې موږ ته یې راكوې (یعنې اولاد) هم شیطان ترې لرې كړه) كه چیرې الله تعالی اولاد وركړي، نو شیطان به هیڅكله ونه توانیږي چې هغه ته دې ضرر او زیان ورسوي.  

۹: الله تعالی په قران كې فرمایي چې: نساؤكم حرث لكم فأتو حرثكم انی شئتم، ښځې ستاسې كښت دی نو ښځو ته په هر ډول چې نږدې كیږۍ نږدې شۍ؛ سوره بقره ۲۲۳ آیت، علماء له دغه آیت څخه دا دلیل كوي چې له زوجې سره د قرابت او جنسي عمل د ترسره كولو لپاره له هرې لارې كار اخستل رواء دي خو فقط او فقط دخول به په فرج كښې وي. او د قرابت كیفیت یا د جنسي عمل كیفیت د ښځې او میړه په غوښتنې سره ترسره كیږي، له څنگ نه، له مخې، یا له شا څخه خو شرط یوازې دادی پكې چې دخول به په فرج كښې وي.

د كښت ځای فرج دی او باید قرابت یا جنسي عمل هم له مخې څخه یا له فرج څخه ترسره شي ځكه همدا د كښت ځآی دی او شا (مقعد) ندی.

خزیمة بن ثابت رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول كریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: الله تعالی له تاسو څخه شرم نه كوي له دې چې تاسو ته رښتیا ووایي، د مقعد له لارې له خپلو ښځو سره قرابت مه كوۍ. (امام احمد، ۵/۲۱۳ حسن حدیث دی)

او له ابن عباس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول كریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ الله تعالی به هغه چا ته ونه گوري چې هغه له خپلې ښځې سره د مقعد له لوري قرابت كوي. (ابن شیبه ۳/۵۲۹، او ترمذي كښې ۱۱۶۵).

او كه چیرې كوم سړی دا شنیع عمل ترسره كوي نو پر هغه باندې یې ښځه نه طلاق كیږي لكه څنگه چې ډیری خلك داسې فكر كوي خو دومره ده چې ښځه كولای شي په محكمه كښې د دطلاق غوښتنه وكړي. دا سړی فاسق دی او باید له دغه كار څخه منع شي ځكه د واده كولو اصول تر پښو لاندې كوي او د واده او نكاح مقصد هم داندی، او ښځه په دغه حالت كښې باید میړه له دغه كار څخه منع كړي او پر الله تعالی یې وویروي. كه چیرې سړی له دغه كار څخه منع شو او توبه یې وایستله نو بیا اړتیا نشته چې ښځه دې طلاق وغواړي یا نكاح تجدید كړي.

۱۰: غوره داده چې وروسته له قرابت څخه دواړه غسل وكړي او كه یې حوصله نلرله نو اودس دې تازه كړي؛ په دې اړه عبدالله بن قیس رضی الله عنه فرمایي؛ له حضرت عایشې رضی الله عنها څخه مې پوښتنه وكړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنابت په اړه څه كول، آیا مخكې له خوب څخه یې غسل كولو او كه وروسته له خوب څخه؟ ویې ویل: دا ټول كارونه یې كول كه څه هم غسل یې هم كولو، بیا به ویده شو او یا به یې یوازې اودس وكړ او ویده به شو. و مې ویل: الحمدلله چې پر دغه كار كښې یې آساني ایښې ده. د مسلم روایت. 

خو غسل كول بهتره دي پر دې چې د سهار لمانځه ته به په آاسانۍ پاڅیدلای شي او نه به ترې قضا كیږي.  

لیکوال: عبدالبصیر عتیق زی
 

. موسی وياند

ژورنالیست، لیکوال، ټولنیز فغال او ګرافیک ډېزاینر

دا هم ولولئ

د وامداره ستړیا ۷ مهم لاملونه وپیژندل شول

موږ ټول پر دې پوهیږو که په ۲۴ ساعتو کي کافي خوب ونکړو نو د …